د هیواد ( ۱۰۷) ولسوالي به د مخابراتي خدمتونو تر پوښښ لاندې راشئ

mcitadmin
پنجشنبه ۱۳۴۸/۱۰/۱۱ - ۵:۳

دمخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د مخابراتي خدمتونو د تنظیم اداره ( اترا) په ټول هیواد کې مسولیت لري چې دمخابراتي خدمتونو پراختیا، او آسانتیاوي ګرانو هیوادوالوته برابرې کړي.

په همدې اړوند مطبوعاتي کنفرانس چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ  وزارت د کنفرانسونو په خونه کې جوړ شوي وو ښاغلي غلام جیلاني "وزیري " د مقام د دفتر رئیس ښاغلي انجنیر عبدالوکیل "شیرگل" د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې رئیس ښاغلي انجنیر خیرمحمد "فیضي" د مخابراتي‌خدمتونو د تنظیم ادارې غړی ښاغلي علوی د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې غړی او د رسنیو استازو کډون کړی وو.

د کنفرانس په پیل کې ښاغلي انجنیر خیر محمد فیضي د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې(اترا)  غړی په ټول هیواد کې د لاسرسی پروژې په اړه وویل :

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د مخابراتي خدمتونود پراختیالپاره د ( TDF) صندوق جوړ کړی ترڅو لرې پرتی سیمی د مخابراتي خدمتونو ترپوښښ لاندې راولي په همدې اړوند د ورکړل شوي جوازونو د شرایطو په اساس مخابراتي شرکتونوه مکلف دي چې (۲،۵ ) سلنه خالص عاید په یو ربعه کې یاد صندوق ته واچوي .

ښاغلي انجنیر خیر محمد فیضي زیاته کړه :

د مخابراتي خدمتونو د تنظیم اداره (اترا)  دمخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت په ټول هیواد کې د لاسرسي پروژه د تطبیق او په ټول هیواد کې د مخابراتي خدمتونو څخه ګته اخیستلو په منظور په ۱۳۸۷ کال کې جوړه او نهایې شوه چې دغه ادارې خپله پنځمه پروژه چې په ټول هیواد کې د لاسرسۍ پروژه ده د ۱۳۹۰ کال د پلان سره سم ( ۱۱۰ ) تاورنه  (BTS) په ۱۰۷ ولسوالیو کې چې د هیواد په ۳۱ ولایتونو پوري اړوند دي او د مخابراتي خدمتونو څخه بی برخې وې ترڅو د مخابراتي خدمتونو تر پوښښ لاندې راشي.

ښاغلي فیضی زیاته کړه : اوس مهال د دغې پروژې د سیالي پړاو شروع کیږي چې د یادې پروژې بودیجه به (۲۰) ملیونه امریکایې ډالر وی چې د ( TDF) له صندوق څخه تمویلیږي. او په همدې بنسټ ټړون به له بریالي شرکت سره لاسلیک کیږی.د یو کال په موده کې به د دغې پروژې کار بشپړل او ګټې اخیستني ته وسپارل شئ.همدارنګه د یادولو وړ ده چې د سیالۍ پروسه به د (۴۵) ورځو په ترځ کې اعلان شي.او په راتلونکی (۳) یا (۴) کلونوکې به ټول هیواد د مخابراتي خدمتونو ترپوښښ راندې راشي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۴:۱۷
Background image

کندز ولایت مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست د ډیجټلي مهارتونو ښوونیز مرکز کې د ۳۶ دورې لپاره د زدکوونکو د جذب په موخه آزموینه واخیستل شوه

د ډیجیټلي مهارتونو ښوونیز مرکز کې په ۳۶ مې دورې کې د کمپیوټر اړوند زدکړو د حاصلولو په موخه له (۴۰) تنه زدکوونکو څخه...

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۳:۴۸
Background image

پکتیا ولایت مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست د ډیجټلي مهارتونو ښوونیز مرکز کې د ۲۳ دورې لپاره د زدکوونکو د جذب په موخه آزموینه واخیستل شوه

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ د کمپیوټر ښوونیزو مرکزونو کې ګډونوالو ته د شپږ میاشتو په موده کې...

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۶ - ۹:۳۲
Background image

پروان ولایت مرکز چاریکارو ښار کې دوه مخابراتي سایټونه جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

د پروان ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او د مخابراتي خدمتونو د تیظیم (اترا) ادارې په ګډو هڅو او...

بېرته خبرونه ته