د هند د مرستیال سفیر سره ناسته وشوه

mcitadmin
پنجشنبه ۱۳۴۸/۱۰/۱۱ - ۵:۳

د مخابراتو او معلوماتي ټیکنالوجۍ سرپرست وزیر نن د خپل کار په دفتر کې ښاغلي ویراج سینګ د  هند د مرستیال سفیر  سره ولیدل.

په دغه ناسته کې د جنوبي اسیا په سپوږمکۍ کې افغانستان ته د دوه ټرانسپونډرونو د ورکړې، د هند لخوا افغانستان ته د یوې بېلې ځانګړې سپوږمکۍ، د مخابراتو او ټیکنالوجي په سکتور کې د کدرونو په روزلو، د کوچنیو پراختیایي پروژو او په دوه اړخیزو دوستانه اړیکو خبرې وشوې.

سرپرست وزیر د هند د همکاریو مننه وکړه او په اوږدمهاله دوه اړخیزو دوستانه اړیکو یې ټینګار وکړ. د هند مرستیال سفیر افغانستان په سیمه کې خپل بهترین دوست او شریک وباله. همدا راز پرېکړه وشوه چې ډېر ژر به د هند او افغانستان تر منځ د جنوبي اسیا د سپوږمکۍ څخه د ګټې اخیستنې لپاره یادښتلیک لاسلیک شي. په دغه سپوږمکۍ کې چې ټول ۱۲ ټرانسپونډرونه لري، دوه به یې په وړیا ډول افغانستان ته ورکړل شي. له دې سپوږمکۍ به د مخابراتو، تلویزوني خپرونو، کرنې، کانونو او نورو برخو کې ګټه پورته کړای شي.

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۷:۱۴
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۴:۵۷
Background image

بامیانو ولایت کې د سلام مخابرتي شبکې ۳ سایټونو له ودانیزو چارو څخه څارنه ترسره شوه

د دې څارنې په ترڅ کې قراردادی شرکت ته سپارښتنه وشوه چې یاد مخابراتي سایټونه د قرارداد د شرایطو سره سم...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۳:۴۸
Background image

کندوز ولایت کې د روشن مخابراتي شرکت یو سایټ جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د مخابراتي خدمتونو د پوښښ د پراختیا او د هیوادوالو د مخابراتي ستونزو د حل په موخه د کندوز ولایت د چقرقشلاق په سیمه کې...

بېرته خبرونه ته