د نوري فایبر او د مخابراتي سایټونو له بیا رغېدو او فعالېدو سره د انټرنټي چوپړتیاو ښه والی

naweed_admin
یکشنبه ۱۴۰۰/۹/۲۸ - ۱۲:۱۱
خدمات انترنتی

له وروستیو تحولاتو وروسته افغانستان کې د امنیت له ټینګښت سره د مخابراتي چوپړتیاو په برخه کې هم اسانتیاوې رامنځ ته شوي .

تېرو څلورو میاشتو کې د هېواد په بېلابېلو برخو کې سلګونه مخابراتي سایټونه بیاځلي فعاله شوي او په اړوندو سیمو کې انټرنټي خدمتونو لپاره هم د پام وړ کار شوی چې جزیات یې په لاندې دي .

د پروان ولایت سیاګرد ولسوالۍ کې د نوري فایبر د کېبل نښلول.

د بامیانو ولایت په مرکز او لرو پرتو ولسوالیو کې د اتصالاتو د مخابراتي شرکت ۵ سایټونو کې د 3G خدماتو پیلېدل .

پکتیا – پکتیکا او د غزني ولایت باغ سلطان بازاره پورې د نوري فایبر د کېبل تړل کېدل .

له میدان ښاره تر غزني پورې د نوري فایبر د کېبل نښلول .

له غزني تر کندهاره د غځېدلي نوري فایبر د پرې شوي کېبل نښلول .

کندهار ولایت کې مکالماتي چوپړتیاوې عادي حالت ته راغلي دغې ولایت کې خلک له انټرنټي خدماتو راضي نه دي چې پر ښه والي یې کار روان دی .

اتصالات مخابراتي شرکت د لوګر ولایت محمد اغې او برکي برک ولسوالیو کې د خپلو ۵ سایټونو انټرنټي چوپړتیاوې له 2G‎ څخه 3G ته لوړې کړي .

له کلونو وروسته افغان بیسیم مخابراتي شرکت د هلمند سنګین، موسی کلا او کجکي ولسوالیو کې 3G‎ ‏ چوپړتیاوې پیل کړي .

د تخار ولایت کلفګان ولسوالۍ او د بدخشان مرکز فیض اباد پورې د نوري فایبر غځېدلی کېبل چې پخوا قطع شوی و بیا ځلي ونښلول شو .

د مخابراتي چوپړتیاو د ښه والي په تړاو د زابل ولایت د خلکو غوښتنې او وړاندیزونه ثبت او اړوندو مسوولینو سره شریک شوي .

غور ولایت کې د اتصالاتو د مخابراتي شرکت ۵ سایټونو له‎ 2G څخه 3G ته خپل خدمات لوړ کړي

د خلکو له غوښتنو سره سم د لغمان ولایت په مرکز مهترلام او قرغیو ولسوالۍ کې د افغان بیسیم د دوه پایو ساختماني چارې پیل او ژر به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي .

نورستان ولایت کې انټرنټي او مخابراتي ستونزې په نښه او اړوندو برخو سره د حل په موخه شریکې شوې

کونړ ولایت کې د مخابراتي او انټرنټي خدماتو ارزونه بشپړه او له مرکز سره شریکه شوه

د فاریاب ولایت له میمنې ښار څخه تر اندخوی ولسوالۍ پورې د نوري فایبر کېبل چې ۲۷ ځایونو کې قطع شوی و له څلورو کلونو وروسته بیا ځلي وتړل شو.

د فاریاب ولایت دولت اباد ولسوالۍ کې د SDH سایټ به هم ډېر ژر فعال او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۵ - ۱۶:۲۳
Background image

د پکتیا ولایت مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست کې ۱۵۰ تنه زده کوونکي د کمپیوټر په زده کړه بوخت دي

د پکتیا ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست کې د ټکنالوجۍ د زده کړې او همدا راز د کمپیوټر یو شمېر مهمو پروګرامونو...

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۱ - ۱۵:۲
Background image

سمنګانو ولایت کې د سلام مخابراتي شبکې د ۶ مخابراتى سایټونو ظرفیت لوړ شو

د یاد ولایت د ایبکو ښار مرکز میرکلال غونډۍ، حضرت سلطان ولسوالۍ مرکز او غزنیګګ کلي، د خرم سارباغ ولسوالۍ قره دونګ کلي، دره صوف ولسوالۍ په زیري او د خلم ولسوالۍ په...

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۱ - ۱۴:۱
Background image

لوګر ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست، انټرنټي شرکتونو ،او غږیزو رسنیو مسئولینو تر منځ د همغږۍ غونډه وشوه

نوموړي پۀ خپلو خبرو کې د انټرنېټي خدمتونو د وړاندې کؤلو پۀ پار د فريکونسي جوازليکونو د ترلاسه کولو...

بېرته خبرونه ته