د نورستان ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست اړوند د کمپیوټر ښونیز مرکز د ټکنالوجۍ په نویو وسایلوسمبال شو

naweed_admin
شنبه ۱۴۰۳/۶/۲۴ - ۱۵:۴۶
مراکز آموزشی ولایات

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت په لارښونه د نورستان ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست اړوند د کمپیوټر ښوونیز مرکز د ټکنالوجۍ په نویو وسایلوسمبال شو.

په دغو وسایلو کې لپ ټاپ کمپیوټرونه، میزونه، چوکۍ، دلپ ټاپ کمپوټرلاکر، امنیتي کمرې او د بریښنا لمریز سیستم شامل دي چې د دغه وسایلو په کارولو سره به په نوموړي مرکز کې د زدکوونکو او ښوونکو لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې شي تر څو دوی وکولای شي په راتلونکي کې ورڅخه په سمه توګه ګټه پورته کړي او خپلو وړتیاوو ته وده ورکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۷/۴ - ۱۵:۱۶
Background image

دغور ولایت په مرکز کې دافغان بیسیم مخابراتي شرکت نوی سایټ په فعالیت پیل وکړ

د غور ولایت مرکز اړوند په دامنه ای یار فولاد سیمې کندلباش کلي کې د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ ریاست...

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۷/۳ - ۱۶:۲۳
Background image

کندز ولایت علي آباد ولسوالۍ کې د سټلایټ د یوې غیرقانوني دستګاه فعالیت ودرول شو

د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې (اټرا) د قانون له مخې، په مخابراتي او انټرنټي چاپریال کې د غیرقانوني کړنو یعنې له جواز پرته د مخنیوي په موخه...

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۷/۳ - ۱۱:۴۶
Background image

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر د ام ټي ان مخابراتي شرکت رئیس سره لیدنه وکړه

د یاد شرکت د ډیټا سنټر لپاره د نوي ځای پر مشخصولو، سیمکارټونو او همدا راز د یاد شرکت...

بېرته خبرونه ته