د ننګرهار ولایت په شیرزاد ولسوالۍ کې د مخابراتي پوښښ او خدمتونو کیفیت وارزول شو

naweed_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۴:۳۲
ولایت ننگرهار

د ننګرهار ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست، د تخنیکي پلاوي په ملتیا، د یاد ولایت شیرزادو ولسوالۍ په طوطو، اشپان ، پيټلو او جوکان سیمو کې د مخابراتي پوښښ او خدمتونو د کیفیت د ارزونې په موخه څارنه ترسره کړه.

د دغه لیدنی پر مهال د ولسوالۍ له مسؤلینو، قومي مشرانو، دیني علماوو او یادو سیمو له ولسي خلکو سره جلا جلا ناستې وشوې او د مخابراتي خدمتونو اړوند ستونزې، اړتیاوې او وړاندیزونه واورېدل شول.

د ننګرهار ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست د یاد ولایت شیرزاد ولسوالۍ اوسېدونکو ته ډاډ ورکړ چې د مخابراتي شرکتونو په همکارۍ به د شته ستونزو د هواري لپاره لازم او عملي ګامونه پورته شي. همدارنګه، د راتلونکو پراختیايي پلانونو په چوکاټ کې به د مخابراتي پوښښ د پراختیا او د خدمتونو د کیفیت د لوړولو لپاره اړین اقدامات وشي، ترڅو د ننګرهار ولایت د شیرزادو ولسوالۍ اوسېدونکي له معیاري، باکیفیته او دوامداره مخابراتي خدمتونو څخه برخمن شي.

د یادونې وړ ده چې د ولسوالۍ مسؤلینو، قومي مشرانو او یادو سیمو اوسېدونکو د ننګرهار ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست له دې اقدام څخه هرکلی وکړ او د مخابراتي ستونزو د نږدې ارزونې له امله یې مننه څرګنده کړه. هغوی غوښتنه وکړه چې په هغو سیمو کې چې د مخابراتي پوښښ کیفیت ټیټ دی، د خدمتونو کیفیت دې لا ښه شي او هغه محرومې سیمې چې تر اوسه د مخابراتي خدمتونو له پوښښ څخه بهر دي، ژر تر ژره دې د مخابراتي شبکو تر پوښښ لاندې راوستل شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۴:۳۰
Background image

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت له لوري د ابتکار او معلوماتي ټکنالوژۍ د نوښتونو د تسهیل مرکز پرانیستل شو

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت له لوري، هېواد کې د نوښتګرو ځوانانو د ملاتړ، د څېړنیزو او ابتکاري نظریو د ودې او د معلوماتي ټکنالوژۍ په برخه کې...

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۱:۵۰
Background image

پکتیا ولایت ځاځي اریوب ولسوالۍ کې دسلام مخابراتي شبکې یو سایټ جوړ او ګتې اخیستنې ته وسپارل شو

د سلام مخابراتي شبکې د دې سایټ په فعالېدو سره د ځاځي اریوب ولسوالۍ د ملافاتح او شاوخوا سیمو وګړي د مخابراتي او انټرنټي خدمتونو ته لاسرسی ترلاسه او...

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۹:۱۰
Background image

هرات ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست د دیجیتلي مهارتونو له مرکز څخه ۲۷ تنه فارغ شول

په یاده غونډه کې لومړی د هرات ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ رئیس، محترم الحاج حافظ خیرالله خیرخواه، د مراسمو پرمهال د ټکنالوژي اړوند علمی...

بېرته خبرونه ته