د ننګرهار ولایت محرومو سیمو کې ۴ مخابراتي آنټنونه فعال شؤل

naweed_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۵ - ۱۴:۳۵
ولایت ننگرهار

د ننکرهار ولایت لرو پرتو سیمو ته د انټرنټي او مکالماتي آسانتیاو د برابرولو په لړ کې د بټي کوټ، مهمندرې، دوربابا او نازیانو ولسوالیو کې د افغان ټیلی‌کام مخابراتي شرکت سلام شبکې ۴ مخابراتي آنټنونه چې د اترا ادارې ټي ډی ایف لسمې پروژه کې پلان شؤي وو له جوړېدو وروسته افتتاح او ګټې اخیستنې ته ؤسپارل شؤل.

د یادونې وړ ده یاد مخابراتي سایټونه د بټي کوټ، مهمندرې، دوربابا او نازیانو ولسوالیو محرومو سیمو د پوښښ لپاره جوړ شؤل چې له ډلې یې د نازیانو ولسوالۍ ته په لومړي ځل مخابراتي آسانتیاوې ورسېدلې.

یاد مخابراتي آنټنونه په ۲جی او ۳جی ټکنالوجۍ سمبال دي چې لنډ وخت کې به یې ظرفیت ۴جی ته هم ارتقا ؤکړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۴ - ۱۰:۱۸
Background image

پکتیکا کې د څلورو نویو مخابراتي سایټونو تخنیکي سروی ترسره شوه

د شکین ولسوالۍ په رډانو او بازار سیمو، د ګیان ولسوالۍ په ولي‌وست سیمه او د نعمت‌اباد ولسوالۍ په...

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۱۱:۵۱
Background image

نورستان کې د مخابراتي شبکو له برېن‌شاپونو څارنه ترسره شوه

د نورستان ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست او اترا ادارې ګډ تخنیکي ټیم د دغه ولایت په کچه د مخابراتي شبکو اړوندو برېن‌شاپونو او نمایندګیو څخه...

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۵:۵۶
Background image

په نیمروز کې ۸۰ غیرقانوني ایراني سیمکارتونه ضبط شول

د نیمروز ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست د اترا مدیریت د معلوماتو له مخې، د زرنج ښار په مربوطاتو کې...

بېرته خبرونه ته