د ملي رادارونو لومړۍ برخه له فرانسې څخه افغانستان ته راورسیده

naweed_admin
شنبه ۱۴۰۰/۴/۲۶ - ۱۷:۲۹
اولین محموله رادار

دا ملي رادارونه چې د افغانستان حکومت لخوا له یوه فرانسوي شرکت څخه پیرودل شوي وو لومړۍ برخه نن سهار افغانستان ته را ورسیده.

د پیرودل شويو رادارونو د تحویلی مراسم د حامد کرزي نړیوال هوایی ډګر کې ترسره شول. پدې مراسمو کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیرې آغلې معصومه خاوري، د ولسمشرۍ د چارو ادارې د حکومت د چارو د انسجام مرستیال ښاغلي عبدالکریم توتا خیل، د ملکي هوایی چلند ادارې رییس ښاغلي فهد داود مومند، د چارو ادارې د دفتر د پانګوونې اسانتیا واحد رییس ښاغلي عطا الله نصیب، د فرانسې سفیر، د ملي دفاع وزارت لومړی مرستیال ښاغلي نجیب الله وردک، د تالس شرکت تخنیکي استازی او د اترا د ادارې رییس ښاغلي عمر منصور انصاري حضور درلود.

اولین محموله رادار

په افغانستان کې د ملي رادارونو د نصبولو تړون د ملکي هوایي چلند ادارې او فرانسوي تالس شرکت ترمنځ د ۱۱۲ ملیونه یورو په ارزښت لاسلیک شوی، چې تر ۲۰۲۳ کال پورې به د ۱۲ خپلواکو رادارونو سره افغانستان ته راولیږدول شي.

دا رادارونه د افغانستان په ۱۲ نقطو کې سره نښلول کیږي او د ۴۵،۰۰۰فټ پورې د هیواد هوایی حریم د کنټرولولو وړتیا لري.

د دې رادارونو لومړۍ محموله، چې نن افغانستان ته راورسیده به د کابل، هرات او مزار شریف په هوایی ډګرونو کې نصب شي.

د دې رادارونو نصب به د افغان حکومت د عوایدو کچه لوړه کړي او د هرې الوتنې عاید چې د افغانستان له فضا څخه تیریږي له ۷۵۰ ډالرو څخه تر ۹۵۰ ډالرو پورې رسیږي.

له بلې خوا، د دې رادارونو نصب کول به د فضایي حریم د کنټرول په برخه کې د افغانستان حکومت د حاکمیت وړتیا لوړه کړي.له بلې خوا، د دې رادارونو نصب کول به د فضایي حریم د کنټرول په برخه کې د افغانستان حکومت د حاکمیت وړتیا لوړه کړي.

اولین محموله رادار

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۱۲:۵۷
Background image

ننګرهار ولایت مرکز جلال آباد ښار کې د یو شمیر مخابراتي شرکتونو د پیرېدونکو خدمتونو له استازولیو څخه څارنه ترسره شؤه

دپیرودونکو خدمتونو استازولیوڅخه د سیم‌کارتونو د ویش، ثبت او راجستریشن او پیرودونکوته...

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۱۲:۳۰
Background image
چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۱۶:۱۶
Background image

د خوست ولایت په نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې د یوه مخابراتي سایټ د جوړولو لپاره سروې ترسره شوه

د هیواد لرو پرتو سیمو ته د مخابراتي او انټرنیټي آسانتیاو برابرولو په موخه دخوست ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او...

بېرته خبرونه ته