د معلوماتي ټکنالوژۍ د نوښتونو د ابتکار او آسانتیا مرکز لپاره د کلني مصنوعي ځیرکتیا د روزنې او د کارونې وړ وسایلو (یوزرونو) د تهيې او پېرودلو پروژې د داوطلبۍ اعلان

naweed_admin

دنشر تاریخ

د ختمیدو تاریخ

Location کابل

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت ټولو هغو وړ داوطلبانو ته بلنه ورکوي چې د معلوماتي ټکنالوژۍ د نوښتونو د ابتکار او آسانتیا مرکز لپاره د کلني مصنوعي ځیرکتیا د روزنې او د کارونې وړ وسایلو (یوزرونو) د تهيې او پېرودلو په پروژه کې ګډون وکړي او خپل آفرونه د شرطنامې له شرایطو، د قراردادونو قانون او د تدارکاتو د کړنلارې مطابق ترتیب او په سرتړلي ډول د ۱۴۰۵/۴/۱۳ نېټې د سهار تر ۱۰:۰۰ بجو پورې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د ۱۸ منزله ودانۍ په ۱۴م پوړ کې د تدارکاتو ریاست دفتر ته، چې د کابل ښار د دویمې ناحیې محمد جان خان واټ کې موقعیت لري، وسپاري.

ناوخته رسېدلي آفرونه او هغه آفرونه چې د برېښنالیک (ایمیل) له لارې استول شوي وي، د منلو وړ نه دي.

همدارنګه، داوطلبان کولای شي شرطنامه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت له وېبپاڼېWWW.MCIT.GOV.AF  او یا هم د ملي تدارکاتو ریاست له برېښنايي پتې https://tenders.ageops.af  څخه ترلاسه کړي.

که چېرې شرطنامه له یادو وېبپاڼو څخه ډاونلوډ نه شي، داوطلبان کولای شي د شرطنامې سافټ کاپي د فلش حافظې له لارې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د ۱۸ منزله ودانۍ په ۱۴م پوړ کې د تدارکاتو ریاست څخه ترلاسه کړي.

د آفر پرانیستلو غونډه به د ۱۴۰۵/۴/۱۳ نېټې د سهار په ۱۰:۰۰ بجو د ۱۸ منزله ودانۍ په ۱۴م پوړ کې د تدارکاتو ریاست په دفتر کې ترسره کېږي والسلام.

سندونه:

د مصنوعي ځیرکتیا د روزنې او د کارونې وړ یوزرونو (وسایلو) د تهيې او پېرودلو پروژې د شرطنامې د ډاونلوډ لینک

 

الحاج حافظ محمد امین جان عمري

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت مالي او اداري معین

More tenders

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۱۳:۳۲ کابل
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۲:۲۲ کابل
Background image
دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۱ - ۱۵:۲ کابل
Background image

موضوع: د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د مرکزي دفترونو د اړتیا وړ (۶۵) قلمه قرطاسیې د تهیه او تدارک پروژې د داوطلبۍ اعلان

او خپل آفرونه د شرطنامې له شرایطو، د قراردادونو قانون او د تدارکاتو د طرزالعمل سره سم ترتیب او...

Back to tenders