د معلوماتي ټکنالوجۍ د انستیتوت په انګړ کې دنیالګي ایښودلوحشر
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ دوزارت او معلوماتي ټکنالوجۍ انستیتوت د کارکوونکو لخوا د معلوماتي ټکنالوجۍ انستیتوت په انګړ کې نیالګي کښېنول شول.
د نیالګیو کښېنولو دا حشر نن دوشنبه د ۱۳۹۱ کال د وري میاشتې په ۱۴ مه نېټه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ په انستیتوت کې د جوړ شوی وو چی څو ډوله مثمر او غیر مثمر نیالګي د یاد انستیتوت په اړوند سیمه د سر سبزۍ په موخه کېښودل،

د معلوماتي ټکنالوجۍ د انستیتوت مرستیالې شاجهان نیکزاد چې په دې حشر کې ونډه اخیستې وه، د نیالګیو د ګټو په اړه وویل: موږ د یو نیالګي په کښېنولو سره خپل چاپيریال شین او له ککړتیا څخه ژغورو، زموږ چاپيریال هغه وخت له دغه اوسني خراب حالت څخه خلاص او پاکېږي چې زموږ چاپیریال شین وي.
هغې زیاته کړه چې د نیالګیو کښېنول اسان دي خو موږ ته ښايي چې ددې نیالګیو ساتنه وکړو ترڅو بېرته له منځه لاړ نشي.
همدارنګه د کارکوونکو عمومی مدیرعاشق الله یار وویل: موږ په هر افغان غږ کوو چې د افغانستان لپاره یو یو نیالګی کښېنوي او د هغه روزنه وکړي.
په پای کی د انستیتوت کارکوونکو وعده وکړه چی دیاد مرکز دشین چاپیریال لپاره به هڅې کوی او دایښودل شوو نیالګیو پالنه به په سمه توګه کوی.
