د مرکزي آسیا هېوادونو د سیمه ایزو همکاريو شورا ۵۴مه غونډه کې ګډون
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر محترم شهزاد آريوبي، د مرکزي آسیا هېوادونو د سیمه ایزو همکاريو شورا ۴۵مه غونډه کې ګډون وکړ چې په آذربایجان کې جوړه شوې وه.
په دغه ناسته کې د ډیجيټل پراختيا او وده، د ډيجيټلي بازار تنظیم او رامنځته کول، د ديجټل اقتصاد د ودې په موخه د خصوصي سکټور د جلب په برخه کې د دولت ونډې، د قانون سره سم د معلوماتي ټولنې د پراختيا په موخه د زمينې برابرول، د ګرځنده ټلېفونونو او اړيکو نيولو سيسټمونو د پراختيا په معرفي کولو کې همکاري او د پایداره پراختيايې موخو ته د رسېدلو په موخه د یو لوړ پوړي پلاوي د رامنځته کولو په اړه هر اړخيز بحثونه او خبرې وشوې.