د مخابرات او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د ودانۍ د امنیتي کمرو تجهیز او د انګړ د دیجیتلي کولو پروژه د قرارداد د ورکړې د پرېکړې اعلان

naweed_admin

دنشر تاریخ

د ختمیدو تاریخ

Location کابل

په دې توګه، د تدارکاتو د قانون د درې څلوېښتمې مادې د (۲) فقرې له مخې، ټولو ته خبر ورکول کېږي چې د مخابرات او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت اراده لري د یاد وزارت د ودانۍ د امنیتي کمرو تجهیز او د انګړ د دیجیتلي کولو د پروژې قرارداد د فردوس فیصل گلزاده لمتید تجارتي او لوژستیکي شرکت ته، چې په خیرخانه مینه، د ګولایي لومړۍ حصه، د کابل ښار په مرکز کې موقعیت لري، د مجموعي اووه میلیونه، اوه دیرش زره، نهه سوه پنځوس (۷٬۰۳۷٬۹۵۰) افغانیو په ارزښت ورکړي.

هغه حقیقي او حکمي اشخاص چې په دې تړاو هر ډول اعتراض لري، کولای شي خپل لیکلی اعتراض د اعلان له نېټې څخه تر اوو (۷) تقویمي ورځو پورې، د دلایلو سره یوځای، د مخابرات او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د ۱۸ منزله ودانۍ د ۱۴مې پوړۍ د تدارکاتو آمریت ته د تدارکاتو د قانون د پنځوسمې مادې له مخې وسپاري.

یادونه: دا اطلاعیه د قرارداد د عقد معنا نه لري، او تر هغه چې یاد مهلت بشپړ او قانوني مراحل تعقیب نه شي، قرارداد به نهایي نه‌شي.

والسلام
الحاج مولوي حمدالله "نعماني"

د مخابرات او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر

 

More tenders

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۳ - ۱۲:۲۵ کابل
Background image

د سټلایټ ځمکنی استیشن (هاب استیشن) جوړولو او د سټلایت ظرفیت اجاره کولو پروژی لپاره د معلوماتو راټولول

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت له تجربه لرونکو نړیوالو شرکتونو، د سټلایټ خدماتو چمتو کوونکو، او حل لارو وړاندې کوونکو څخه غواړي چې د لاندې پروژې لپاره تخنیکی، مالي، او عملیاتي... . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۹ - ۱۱:۳۱ کابل
Background image

Back to tenders