د مخابراتو سرپرست وزیر له نیږدې د (رییل ټایم) سیستم ارزونه وکړه
د روان 1398 کال د سنبلي د میاشتې په 2 نیټه د مخابراتو سرپرست وزیر ښاغلي محمد فهیم هاشمي په هیواد کې له ګرځنده ټلیفونونو څخه د لس سلنه مالیې ټولونې سیستم (ریال ټایم ډیټا منجمنټ سیستم) د لا روڼتیا په موخه له سلام مخابراتي شرکت او رییل ټایم ډیټا مدیریت سیستم څا نګې څخه له نیږدې لیدنه وکړه.
ښاغلي محمد فهیم هاشمي سلام شرکت او رییل ټایم څانګو مسئولینو ته لارښوونه وکړه څو ژر تر ژره دغه پرمختللی سیستم سره وصل شي، ځکه په وینا یې، د هیواد ټول وګړي د لس سلنه ټلیفوني مالیې ټولونې سیستم د لا روڼتیا هیله لري.