د مخابراتو او معلوماتی تکنالوجئ وزارت او خصوصی شرکتونو تر منځ د چټک پستی خدمتونو هوکړه لیک لاسلیک شو

mcitadmin
پنجشنبه ۱۳۴۸/۱۰/۱۱ - ۵:۳

نن دو شنبه د ۱۳۹۱ کال د تلی میاشتې لسمه دمخابراتو او معلوماتی تکنالوجئ وزارت د چټک پستی خدمتونو د وړاندې کولو هوکړه لیک د څلورو خصوصی پستی شرکتونو T.N.T,D.H.L,FDEX,MOVE ON LOGESTIC) ( سره د هغه مطبوعاتی کنفرانس په ترڅ کې چې د مخابراتو وزارت د کنفرانسونو په تالار کې جوړ شوی وو لاسلیک کړ.

په یاد کنفرانس کې د مخابراتو او معلوماتی تکنالوجی وزارت مالی او اداری مرستیال ښاغلی وهاب الدین سادات د مخابراتی خدمتونو وړاندې کول په اړه وویل: د مخابراتو او معلوماتی تکنالوجی وزارت د هیواد پستی سیستم د پرمختګ او عصری کولو هڅه کوی. ښاغلی سادات زیاته کړه چې د هوکړه لیک د مفاداتو پر بنسټ څلور خصوصی پستی شرکتونه د هیواد په پنځه ولایتونو لکه کندهار،هرات، کندز،کابل او ننګرهار کی چټک پستی خدمتونه وړاندی کوي.
 د دغه شرکتونو د ګټې ۱۵ سلنه د دولت بودیجې ته لیږدول کیږی. هر لیک او مراسله په ۷۲ ساعتونو کې ټاکل شوي مرجع ورسیږی او دا د سندونو او توکو د لیږدونې یواځینی ارزانه لاره ده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۷:۱۴
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۴:۵۷
Background image

بامیانو ولایت کې د سلام مخابرتي شبکې ۳ سایټونو له ودانیزو چارو څخه څارنه ترسره شوه

د دې څارنې په ترڅ کې قراردادی شرکت ته سپارښتنه وشوه چې یاد مخابراتي سایټونه د قرارداد د شرایطو سره سم...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۳:۴۸
Background image

کندوز ولایت کې د روشن مخابراتي شرکت یو سایټ جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د مخابراتي خدمتونو د پوښښ د پراختیا او د هیوادوالو د مخابراتي ستونزو د حل په موخه د کندوز ولایت د چقرقشلاق په سیمه کې...

بېرته خبرونه ته