د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت وزیر د پکتیا ولایت له والي سره لیدنه وکړه

naweed_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۹ - ۱۰:۵۱
پکتیا

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت وزیر ښاغلي الحاج ملا عبدالاحد فضلي د پکتیا ولایت له والي ښاغلي مولوي مهرالله حماد سره د یاد ولایت د مخابراتي ستونزو پر حل، لرو پرتو او فرضي کرښې په امتداد سیمو ته د مخابراتي خدمتونو پر رسولو خبرې وکړې.

په دغې ناسته کې د پکتیا ولایت والي ښاغلي مولوي مهرالله حماد د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت له لوري د هېواد لرو پرتو سیمو او هغه برخو ته چې له کلونو راهیسې له مخابراتي خدمتونو بې برخې وې د آسانتیاو رسول یو مهم او اساسي ګام یاد کړ او خوښي یې څرګنده کړه چې اوس مهال د هېواد ټولو برخو ته د خدماتو پراختیا په چټکۍ روانه ده.

ښاغلي والي پکیتا ولایت کې د یو شمېر هغو سیمو چې لا هم له مخابراتي خدمتونو بې برخې دي د پوښښ او آسانتیاو د چمتو کولو غوښتنه هم وکړه.

ورته مهال د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت وزیر ښاغلي الحاج ملا عبدالاحد فضلي د هېواد ټولو برخو ته په متوازن او عادلانه ډول د خدماتو په رسولو ټینګار وکړ او یادونه یې وکړه چې د پکتیا ولایت لرې پرتې او هغه سیمې چې د فرضي کرښې په امتداد دي له انټرنټي او مکالماتي آسانتیاو به برخمنې شي.

د یادونې وړ ده له فتحې وروسته د هېواد نورو ولایتونو تر څنګ د پکتیا ولایت ډېری او په ځانګړي ډول محرومو سیمو ته خاصه پاملرنه شوې او له مخابراتي چوپړ برخمن شوي او لا هم د یاد ولایت ډېری سیمو کې د مخابراتي انټنونو په جوړولو کار روان دی.

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۹ - ۱۴:۴۵
Background image

ننګرهار ولایت کې د اتصالات مخابراتي شرکت یو سایټ جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د هیواد لیرې پرتو او محرومو سیمو ته د مخابراتي او انټرنیټي چوپړتیاو د پراختیا و برابرولو په موخه ننګرهار ولایت د کامې ولسوالۍ دربنګ سیمه کې...

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۹ - ۱۰:۵۱
Background image

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت وزیر د پکتیا ولایت له والي سره لیدنه وکړه

په دغې ناسته کې د پکتیا ولایت والي ښاغلي مولوي مهرالله حماد د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت له لوري د هېواد لرو پرتو سیمو او هغه برخو ته...

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۸ - ۱۱:۳
Background image

میدان وردګ ولایت کې د سلام مخابراتي شبکې یو سایټ جوړ او ګتې اخیستنې ته وسپارل شو

هیوادوالو ته د مخابراتی چوپړ برابرولو په موخه د میدان وردګ ولایت چک ولسوالۍ عربانو درې سیمه کې...

بېرته خبرونه ته