د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ په وزارت کې د اساسي قانون د تصويب ۱۴ مه کلیزه ولمانځل شوه

mcitadmin
چهارشنبه ۱۳۹۶/۱۰/۲۰ - ۵:۳
dfgcxv

د اساسي قانون د تصويب ملي اوونۍ د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر ښاغلي شهزاد آریوبي او رهبري پلاوي او کارمندانو، د اساسي قانون پر تطبیق د څارنې خپلواک کميسيون د غړي ښاغلي ابوبکر متقی په ګډون د یوې غونډې په ترڅ کې چې د دغه وزارت د پست د ریاست په تالار کې جوړه شوې وه ولمانځل شوه.

لومړي د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر ښاغلي شهزاد آریوبي په خپلې پرانستې وينا کې وویل خوشاله یم چې د اساسي قانون ۱۴مه کلیزه پداسې حال کې لمانځو چې هیواد مو ورځ تربلې د پرمختګ او ترقی پر لور روان دی . ښاغلي شهزاد آریوبي د اساسي قانون پر اهمیت هم خبرې وکړې او زیاته یې کړه چې نظام هغه وخت ښه پايښت کولی شي چې اساسي قانون لومړی په ځان ومنو او بیا یې پر نورو د تطبیق پراخې هلې ځلې وکړو. د اساسي قانون د پلي کیدو او پر ځان د عملي کیدو په رڼا کې ټولې هغه ستونزې له منځه تلی شي چې دا مهال ورسره لاس او ګریوان يو.د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ په برخه کې د قانون د تطبیق په برخه کې له خپلو جدي کوششونو څخه په يادونې سره زياته کړه چې هڅه کوي تر څو د هیواد د اساسي قانون په چوکاټ کې د هیواد ټولو برخو ته په متوازن او مساوي توګه مخابراتي خدمتونه وړاندې کړي همداراز هغه ژمنه وکړه چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ  وزارت د اساسي قانون له تطبیق څخه د څارنې په برخه کې له کميسيون سره هر ډول همکارۍ او مرستې ته چمتو دی.

له هغه وروسته ښاغلي ابوبکر متقي هم د اساسي قانو پر ارزښت خبرې وکړي وویل چې د افغانستان اساسي قانون يوه ملي وثيقه ده او د افغانانو ستره لاسته راوړنه بللل کېږي. نوموړي د اساسي قانون د تصويب اوونۍ لمانځنه له اساسي قانون څخه د هېوادوالو د پوهاوي کچې د لوړيدو له‌پاره يو ښه فرصت وګاڼه او زياته يې کړه چې خلک بايد له اساسي قانون څخه بشپړ پوهاوی ولري.

 ورپسې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت تخنیکي مرستیال  ښاغلي انجنیر سید احمد شاه سادات د اساسي قانون د اهمیت په اړه لنډ معلومات ورکړل او زياته يې کړه چې دغه وزارت د اساسي قانون د لاښه تطبیق له ‌پاره هر اړخيزې هڅې کړي دي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۹ - ۱۲:۲۸
Background image

هلمند ولایت مرکز لښکرګاه ښار کې داتصالاتو مخابراتي شرکت یو سایټ فعال او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د یاد مخابراتي سايټ په جوړېدو سره به د لښکرګاه ښار بی ټي ون سیمې سربیره ډیری نیږدې سیمې له انټرنټي او مکالماتي...

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۶ - ۱۲:۳
Background image

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت تخنیکي ټیمونو له لوري یو شمېر امارتي وزارتونو کې د ظرفیت لوړونې پروګرام پیل شو

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د تخنیکي او مسلکي ټیمونو له لوري په بېلابېلو وزارتونو کې د ظرفیت لوړونې...

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۶ - ۱۱:۳۸
Background image

میدان وردګو ولایت کې د لوړ تناژ ترازوګانو سیسټم جوړ او تطبیق شو

د یاد سیسټم په تطبیق سره به نه یوازې چارې آسانه او چټکې شي بلکې له مخې به یې په قانوني ډول د غټو موټرانو د بار اندازه...

بېرته خبرونه ته