د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر محترم شهزاد آريوبی د چين ځانګړي استازي او سفیر محترم ليو جین سونګ سره ولیدل

Author image
Alireza Khaliqyar
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۲/۲۴ - ۱۵:۳۸
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر محترم شهزاد آريوبی د چين ځانګړي استازي او سفیر محترم ليو جین سونګ سره ولیدل

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر محترم شهزاد آريوبی نن په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د چين ځانګړي استازي او سفیر محترم ليو جین سونګ سره ولیدل چې نوموړي پر مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د تروريستي بريد غمرازي وکړه او د پېښې قربانيانو سره يې دوه زره امريکايي ډالر مرسته وکړه.

وروسته دواړو خواوو د افغان پُسټ ادارې د پُستي خدماتو څخه د چين هېواد د همکارۍ، د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته اخیستلو د سلمې کليزې په وياړ د افغان – چين دوستۍ سټمپ چاپېدل، د واخان دهليز د پروژې تطبیق او د افغانستان د معلوماتي او مخابراتي ټکنالوجۍ انېستيټيوټ سره د همکارۍ په برخه کې هر اړخيزه خبرې درلودې چې په ټولو برخو کې يې د همکارۍ ژمنه وکړه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۰ - ۱۲:۷
Background image

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت او اټرا ادارې کارکوونکو د هېواد ختیځو ولایتونو زلزله ځپلو سره نقدي مرسته وکړه

د هېواد ختیځې برخه کې د وروستۍ زلزلې له امله چې ګڼ شمېر هېوادوال پکې شهیدان، ټپیان او مېنې یې...

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۰ - ۱۱:۱۸
Background image

د دایکندي ولایت پاتو ولسوالۍ کې د یوه مخابراتي سایټ ظرفیت ۴جی ته لوړ شو

د هېواد کې د مخابراتي سایټونو کیفیت لوړولو په موخه د دایکندي ولایت پاتو ولسوالۍ اړونده سیمو کې...

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۰ - ۹:۴۱
Background image

د غور ولایت تیورې ولسوالۍ کې د پینځه مخابراتي سایټونو د جوړولو سروې ترسره شوه

د افغان بیسیم مخابراتي شرکت د پینځه مخابراتي سایټونو د نصب په موخه سروې...

بېرته خبرونه ته