د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمیسیون له مشر سره وکتل

Author image
Alireza Khaliqyar
دوشنبه ۱۳۹۷/۱۲/۶ - ۱۶:۲۳
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمیسیون له مشر سره وکتل

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر محترم شهزاد آريوبی د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسيون د رئیس محترم نادر نادری سره په لیدنه کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت په چوکاټ کې نویو بستونو د زیاتوالي، د تشو بستونو د څېړلو او دغه وزارت کې د ګومارنې د ازموینو د څرنګوالي په اړه بحث او خبرې وکړې.

د مګړۍ د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت په چوکاټ کې ۲۹۸ تش بستونه شته.

د دغه وزارت له ټولیز جوړښت څخه چې شمېر یې ۲۷۹۲ تنوته رسېږي، ۱۱۰۰ یې حمایوي بستونه دي چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت نږدې ۵۰ سلنه تشکیل جوړوي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ له وزیر سره، د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون د رییس په لیدنه کې؛ د کمېسیون د ملکي خدمتونو د تشکیلاتو ریاست موظف شو څو د هغو بستونو له لارې چې دمګړۍ تش دي، د ۲۰۰ پېشنهادي بستونو د تکمیل لپاره، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ له وزارت سره مرسته وکړي.

دغه راز، پریکړه وشوه، څو د نویو بستونو زیاتوالی داسې وي چې د تشکیل او بودیجې له کچې پورته نشي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۵:۳۰
Background image

په کندز کې د روشن مخابراتي شبکې نوی آنټن فعال شو

د دغه سایټ په فعالېدو سره به د قولخ باغچې کلي اوسېدونکي مخابراتي اړیکو ته آسانه لاسرسی...

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۴:۲۷
Background image

په هرات کې د سلام شبکې درې مخابراتي آنتنونه فعال شول

د یادو آنتنونو له فعالېدو سره به د فرسي ولسوالۍ مرکز او یو شمېر سیمې د۲جی، ۳جی او ۴جی مخابراتي خدمتونو...

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۲
Background image

په کونړ ولایت کې د کارګو او پوستې شرکتونو څخه څارنه ترسره شوه

له دې څارنې څخه موخه د اړوندو شرکتونو د فعالیتونو ارزونه، د اصولو او مقرراتو رعایت کول، د خدمتونو د کیفیت ښه والی او د غیرقانونې فعالیتونو څخه...

بېرته خبرونه ته