د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیرې د هسپانیا هیواد په بارسلونا ښار کې د نړیوال مبایل سیسټم ټولنې (GSMA) او د مبایل سیستم نړیوال کانګرس (MWC) کې ګډون وکړ

naweed_admin
چهارشنبه ۱۴۰۰/۴/۹ - ۸:۱
بارسلونای اسپانیا ۳۰ جون

په دې غونډه کې چې د جون له 28 څخه تر 30 پورې دوام لري د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه ، د مخابراتو وزارتونو وزیرانو، د څانګو رییسانو او مخابراتي شرکتونو، نړیوالو سازمانونو په ګډون نفوذ لرونکي شخصیتونه د معلوماتي ټکنالوژۍ په اړه د خبرو اترو او خپلو تجربو شریکولو لپاره سره راټولیږي.

د دې غونډې اصلي هدف او تمرکز د ډیجیټل سیسټم له لارې ټولې نړۍ سره وصل کیدل او د هیوادونو د لوړ پوړو استازو لخوا موجوده ګواښونو او محدودیتونو ته په پام سره، د نن ورځې انساني اړتیاوو پوره کولو لپاره یو هراړخیز سیستم رامینځته کول دي.

د وزیرانو په غونډو کې د ګډون سربیره، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیره معصومه خاوري به د GSMA چارواکو، د هیوادونو لوړ پوړو استازو او نامتو نړیوالو سازمانونو سره چې د معلوماتو او مخابراتي ټکنالوجۍ په برخه کې فعالیت کوي یو لړ مهمې ناستې ترسره کړي او د ډیجیټل زیربنا جوړولو او ګړندي کولو لپاره د مخابراتو وزارت د ماموریت د مهمې او لازمي برخې په توګه به هڅه وکړي چې د نن ورځې اړتیاوو سره سم د مخابراتو سکتور او معلوماتي ټکنالوجۍ کې د لا ښه پرمختګ او پراختیا لپاره زمینه برابره کړي.

معصومه خاوری در بارسلونای اسپانیا

پر دې برسیره به معصومه خاوري د ډیجیټل سیسټم او د لار نقشې له لارې افغانستان سره د نښلولو څرنګوالي په اړه یو لړ تخنیکي او ګډو ناستو او همدارنګه د روغتیایي ډیجیټل سیسټم جوړونې لپاره د مشرانو په غونډو کې ګډون وکړي.

د معلوماتو امنیت، نوښت، ډیجیټل بدلون او د اطلاعاتو او مخابراتو ټکنالوجۍ او د دوی غوښتنې، د ټولنې لخوا اړینو برخو کې لکه اقتصاد، تجارت، کرهنه ، روغتیا او د پوهنې په برخو کې نورې مهمې مسلې دي چې د مناسبو حل لارو موندلو لپاره به پدې ناسته کې بحث پرې وشي. .

په نړۍ کې د کورونا ویروس د خپریدو له امله، د معلوماتي ټکنالوجۍ اهمیت او آغیزمن کارول او د ډیجیټل زیربنا رامینځته کول خورا اړین شوي دي ترڅو د پالیسۍ جوړولو او پلي کیدو او ډیجیټل کولو له لارې د اقتصادي فعالیتونو او ټولنیزې هوساینې لپاره غوره زمینه برابره شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۱۶:۲۷
Background image

خوست ولایت مرکز او یوشمیر ولسوالیو کې د اتصالات مخابراتي شرکت د څلورو سایټونو ظرفیت ۴جي ته لوړ شو

د خوست ښار د متون په ماجاني، د دوه سوه فامیلیو (B) پروژې، د مندوزیو ولسوالۍ په دوسرکې اود تڼیو ولسوالۍ په دورملکه سیمو کې...

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۱۵:۸
Background image

د پنجشیر ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست او مخابراتي شرکتونو ترمنځ د همغږۍ غونډه وشوه

په دې ناسته کې، د مخابراتي شرکتونو استازو د خپل پرمختیايي پلانونو په اړه معلومات وړاندې...

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۷:۱۴
Background image

بېرته خبرونه ته