د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر د هېواد شمال ته د سفر په لړکې د کندز ولایت ته تللی او هلته یې د مخابراتي خدمتونو د ارزونې په موخه ناسته کړې

naweed_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۲۴ - ۱۶:۳۸
مخابرات ولایت کندز

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر، ښاغلی الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، د هېواد شمالي ولایتونو ته د سفر په ترڅ کې، د کندز ولایت د یوشمیر ادارو له لوړپوړو مسئولینو سره د مخابراتي خدمتونو د ستونزو د حل په موخه ناسته ؤکړه او په یاد ولایت کې یې د مخابراتي خدمتونو د ارزونې تر څنګ د ټي ډي د لسمې پروژې په تړاو معلومات وړاندې کړل.

په دې غونډه کې، د کندز ولایت والي محترم الحاج ملا محمد خان دعوت، امنیه قوماندان، د علماو شورا او ګڼو نورو چارواکو ګډون درلود، د کندز ولایت والي او چارواکو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت له وزیر مننه ؤکړه او زیاته یې کړه چې اوس مهال تر ډېره بریده یاد ولایت کې مخابراتي ستونزې حل او د وزارت له لوري په منظور شویو مخابراتي سایټونو په چټکۍ کار روان دی، اړونده مسئولینو د کندز ولایت هغو سیمو کې چې لا هم مخابراتي ستونزې لري د خل غوښتنه ؤکړه او د لا ډېرو مخابراتي آنټنونو غوښتنه یې ؤکړه.

دغونډی په لړکې ښاغلي وزیر صاحب، د ولایتي مسئولینو د ستونزو په اوریدو سره، د مخابراتي شرکتونو استازو ته سپارښتنه وکړه چې د دریو میاشتو په موده کې، د یاد ولایت د بېلابېلو ولسوالیو هغه سیمو کې چې د اړوندو مسئولینو لخوا اړین وګڼل شول، لږ تر لږه ۳۴ مخابراتي سایټونه نصب او ګټې اخیستنې ته وسپاري.

دا هڅه د لیرې پرتو سیمو د مخابراتي اړیکو د ټینګښت او خلکو ته د ژوند د آسانتیاو د زیاتوالي لپاره ارزښتناک ګام دی چې په مټ به یې د کندز ولایت ډېری مخابراتي ستونزې حل شي.

دیادولوړده چې یاد ولایت نورو ولسوالیو لیرې پرتو سیمو لپاره، مخکې ۱۴ نور مخابراتي سایټونه د ټي ډي ایف بودیجې له لارې منظور شوي وو، چې اوس مهال د یادو مخابراتي آنټنونو کارونه د بشپړیدو په حال کې دي.

دغه اقدام د ټکنالوجۍ د پرمختګ او د خلکو د ژوند د معیار د لوړولو لپاره یوه مهمه هڅه ده، چې د ولایتونو د پرمختګ او همغږۍ لپاره به د پام وړ اغیز ولري.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۷:۳۵
Background image

دپروان ولایت سیاه ګرد غوربند ولسوالۍ کې د اتصالات مخابراتي شرکت یوسایټ له ودانیزو چارو څخه څارنه ترسره شوه

د هیواد لېرو او محرومو سیمو ته د مخابراتي او انټرنیټي چوپړتیاو چمتو کولو په موخه د پروان ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست او ګډ تخنیکي ټیم...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۶:۵۷
Background image

کونړ ولایت کې د غیرقانوني پوستي خدماتو د مخنیوي په موخه څارنه تر سره شوه

د دې څارنې په ترڅ کې په یاد ولایت کې هغه شرکتونو چې د پوسټي خدمتونو په برخه کې یې فعالیت کاوه سپارښتنه و شوه تر څو غیر قانوني پوستي...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۳:۵۳
Background image

د معلوماتي ټکنالوژۍ په نندارتون کې د علمي څېړنیزو پریزنټېشنونو د ګډون اعلان (Research Presentations from Academia)

د دې پروګرام موخه د پوهنتونونو، علمي څېړنیزو مرکزونو او د معلوماتي ټکنالوژۍ د صنعت ترمنځ...

بېرته خبرونه ته