د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر د ملي احصایې له مرستیال سره لیدنه وکړه

naweed_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۶/۱۴ - ۱۱:۵۶
وزیر مخابرات با معاون احصاییه ملی

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر ښاغلي الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني د ملي احصایې له مالي او اداري مرستیال ښاغلي عبدالسلام حقاني سره د الکټرونیکي حاضرۍ په اپډېټ او د دواړو طرفونو تر منځ پر تفاهمنامې خبرې وکړې.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر ښاغلي الحاج مولوي نجیب الله حقاني د ملي احصایې مرستیال ښاغلي عبدالسلام حقاني ته د ښه راغلاست تر څنګ د ډیجیټل حکومتولۍ په برخه کې د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ او اړوندې برخې ته یې دنده وسپارله چې ژر تر ژره د یادې ادارې الکټرونیکي حاضرۍ اپډېټ کړي او لازمې اسانتیاوې ورته برابرې کړي.

د ښاغلي وزیر صاحب په ونیا د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت په لومړي ځل توانېدلی افغانستان کې د سیسټمونو انسجام رامنځته کړي او د هغو خودغرضیو مخه ونیسي چې پخوا دلته ترسره شوې وې چې لامله یې ډیجیټل حکومتولۍ ته د ګټې پر ځای زیان وررسېدلی و ډېری سیسټمونه د بهرنیانو له لوري جوړ شوي وو چې وتلو سره یې اکثریت شرکتونه هم وتلي او سیسټمونه فلج شوي، ښاغلي وزیر صاحب زیاته کړه مونږ اوس افغانستان کې په خپلو افغاني کادرونو باور کړی او دې باور مو لله الحمد مثبته نتیجه هم ورکړې، هغه سیسټمونه چې پخوا د بهرنیو شرکتونو لخوا په لوړ مقدار مالي مصارفو جوړېدل مونږ هغه سیسټمونه د افغان فني کادرونو په واسطه په ډېر کم لګښت جوړوو چې موثریت یې له پخوا ځکه ډېر شوی چې حفظ او مراقبت چارې یې هم د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت له لوري ترسره کېږي.

عبدالسلام حقانی

دغې ناسته کې د ملي احصایې مالي او اداري مرستیال ښاغلي عبدالسلام حقاني د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت له مشرتابه مننه وکړه چې توانېدلي د امارتي وزارتونو او ادارو لپاره د وخت له اړتیا سره سم سیسټمونه جوړ کړي او همدا راز یادونه یې وکړه چې نیږدې راتلونکي کې به د دوی له لوري د ځینو نورو سیسټمونو د جوړېدو غوښتنه هم وشي چې له جملې یې د سرای شمالي برخې لپاره د یوه پرمختللي سیسټم یادونه وکړه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۶ - ۹:۳۲
Background image

پروان ولایت مرکز چاریکارو ښار کې دوه مخابراتي سایټونه جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

د پروان ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او د مخابراتي خدمتونو د تیظیم (اترا) ادارې په ګډو هڅو او...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۵ - ۱۴:۱۶
Background image

کندز ولايت کې د یوه مخابراتي سایټ د جوړولو سروې ترسره شوه

د یوه مخابراتي سایټ د جوړولو په موخه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او د اترا ادارې د ګډ مسلکي او تخنیکي ټیم له...

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۲:۵
Background image

لوګر ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او مخابراتي شرکتونو مسئولینو تر منځ د همغږۍ غونډه وشوه

دغې غونډې کې د لوګر ولايت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رئيس محترم مولوي مطیع الله عابد د ولایت په کچه د مخابراتي خدماتو د ښه والي پر اهمیت...

بېرته خبرونه ته