د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر د اټوما مخابراتي شرکت له رهبرۍ سره ناسته وکړه

naweed_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۰ - ۱۲:۳
ATOMA

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر ښاغلي الحاج مولوي حمدالله نعماني د انوسټکام اې اف عمومي  رئيس ښاغلي جمال رمضان، د اټوما مخابراتي شرکت رئیس ښاغلي هشام رمضان او د اټوما مخابراتي شرکت له حقوقي رئیس ښاغلي عبدالمالک قاضي زاده سره د مخابراتي پوښښ پر پراختیا، د هېواد سرحدي او فرضي کرښې ته څېرمه د محرومو سیمو د پوښښ او همدا راز د یاد شرکت له لوري د هېواد په ګڼو برخو کې د کیفیت او خدماتو د پراختیا لپاره په راتلونکو پلانونو خبرې وکړې.

دغې ناسته کې د انوسټکام اې اف عمومي رئیس ښاغلي جمال رمضان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت له رهبرۍ مننه وکړه چې د دوی لپاره یې د شبکې په پراختیا او غوره خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې دوامداره همکاري کړې او یادونه یې وکړه چې اټوما مخابراتي شرکت افغانانو لپاره د غوره مخابراتي چوپړ د وړاندې کولو هوډ لري او په دې برخه کې د ترسره شویو پلانونو سربیره د هېواد ګوټ ګوټ ته د مخابراتي پوښښ د پراختیا او د کیفیت د ښه والي تابیا لري، د نوموړي په وینا شرکت یې راتلونکو کلونو لپاره په یو شمېر برخو د پانګونې پلان لري چې د تطبیق لپاره به یې معلومات د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت رهبرۍ سره د یوه تخنیکي ټیم له لوري شریک او د مقام د لارښوونو په اساس به عملي مرحلې ته لاړ شي.

ورته مهال د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر ښاغلي الحاج مولوي حمدالله نعماني د مخابراتي سکټور پر اهمیت او د هېواد په کچه د مخابراتي خدمتونو په تړاو خبرې وکړې او همداراز یادونه یې وکړه چې ټول مخابراټي شرکتونه باید د ساحوي مطالعاتو په اساس د یوه متوازن انکشاف له مخې، هم خپل خدمات او هم کیفیت په برخه کې ځانګړې پاملرنه وکړي او په وینا یې اوس مهال نه یوازې دا چې د هېواد لرو پرتو سیمو ته د وزارت او اترا ادارې له لوري د مخابراتي شرکتونو په توسط د خدماتو غځولو ته پاملرنه ډېره شوې بلکې مخابراتي شرکتونه هم دغې برخه کې خپله لېوالتیا ښيي چې له امله به یې انټرنټي او مکالماتي خدمات په ښه کیفیت سره هممهاله د هېواد سرحدي، د کرښې ترڅنګ او لویو لارو ته ورسېږي او دا یو غوره فرصت دی چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت، اترا ادارې او مخابراتي شرکتونو تر منځ رامنځته شوې هماهنګي لا هم پیاوړې او قوي شي او ټینګار یې وکړ چې مخابراتي سایټونه د تخنیکي ارزونو وروسته هغو سیمو کې باید نصب شي چې ډیره سیمه او خلک تر خپل پوښښ لاندې راولي.

په پای کې د اټوما مخابراتي شرکت مسؤلینو ډاډ څرګند کړه چې دوی افغانانو ته د یوه متوازن انکشاف په اساس د خدمتونو رسولو په برخه کې ژمن دي او هڅه کوي چې هم خپل خدمات وغځوي او هم یې د کیفیت په برخه کې ځانګړې پاملرنه وکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۷:۳۵
Background image

دپروان ولایت سیاه ګرد غوربند ولسوالۍ کې د اتصالات مخابراتي شرکت یوسایټ له ودانیزو چارو څخه څارنه ترسره شوه

د هیواد لېرو او محرومو سیمو ته د مخابراتي او انټرنیټي چوپړتیاو چمتو کولو په موخه د پروان ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست او ګډ تخنیکي ټیم...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۶:۵۷
Background image

کونړ ولایت کې د غیرقانوني پوستي خدماتو د مخنیوي په موخه څارنه تر سره شوه

د دې څارنې په ترڅ کې په یاد ولایت کې هغه شرکتونو چې د پوسټي خدمتونو په برخه کې یې فعالیت کاوه سپارښتنه و شوه تر څو غیر قانوني پوستي...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۳:۵۳
Background image

د معلوماتي ټکنالوژۍ په نندارتون کې د علمي څېړنیزو پریزنټېشنونو د ګډون اعلان (Research Presentations from Academia)

د دې پروګرام موخه د پوهنتونونو، علمي څېړنیزو مرکزونو او د معلوماتي ټکنالوژۍ د صنعت ترمنځ...

بېرته خبرونه ته