د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د مرکز او ولایتي رئیس صاحبانو سره غونډه‏

naweed_admin
چهارشنبه ۱۴۰۰/۶/۲۴ - ۱۵:۳۹
جلسه

لومړۍ ناسته چې د وزارت له قدرمنې رهبرۍ سره د مرکزي رئیسان د پېژندنې او همغږۍ غونډه وه، د رسمیاتو ‏په پېلېدلو ‏سره ‏هممهاله د وزارت د درېیم پوړ د غونډو په خونه کې ترسره شوه، یاده غونډه د قرآن عظیم الشان په ‏مبارکو آیاتونو سره پیل ‏او ‏ورپسی د دې وزارت ټولو رئیس صاحبانو د دې غونډې په ترڅ کې خپل ځانونه ‏معرفي کړل او قدرمند وزیر صاحب ته یې د ‏ښه ‏راغلاست تر څنګ د افغانستان د اسلامي امارت مبارکي هم وویل ‏شوه، وروسته فضیلتمآب وزیر صاحب هم په خپل وار ‏سره ‏رئیس صاحبانو ته خپل منځ کې د بشپړې همغږۍ او ‏مرستې سپارښتنه وکړه او یو شمیر ریاستونو ته یې اړین هدایتونه ‏هم ‏ورکړل.‏

‎‏ دویمه ناسته هم په یاد ځای کې له ولایتي رئیس صاحبانو سره د پېژندنې او همغږۍ غونډه وه، چی ولایتي ‏رئیسانو د ‏خپلو ‏پېژندنو معلوماتو وړاندې کولو سربېره یې خپلې هغه یو لړ ستونزې او وړاندیزونه هم د وزارت ‏له ستر مقام سره شریک ‏کړل، ‏چې د افغانستان اسلامي امارت محترمو والي صاحبانو له لوري نوي کسان د دوی ‏پر ځای ګومارلي دي، همدارنګه یې د ‏جلا ‏شویو ادارو په تړاو هم خپلې ستونزې شریکې کړې او وروسته بیا په ‏دې اړوند د وزارت ستر مقام له لوري لاندې ‏هدایتونه ‏صادر شول:

جلسه

۱- ‏ د ولایتي رئیسانو موضوع یوازې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ نه ده، بلکې دا ډول موضوعات په نورو ‏وزارتونو ‏او ‏خپلواکو ادارو کې هم شتون لري، نو پخواني رئیسان دې اوس له معمول سره سم دفترونو ته ځي ‏او د نویو رئیسانو تر څنګ ‏دې ‏له هغوی سره خپلو مرستو ته ادامه ورکړي او خپلی تجربې دې له نویو ‏رئیسانو سره شریکوي، ځکه تر څو د نوموړو ‏رئیسانو ‏برخلیک معلومیږي او له بله اړخه د افغانستان ‏اسلامی امارت د دغو رئیسانو په بیا ګومارلو باندې هوډمند دی او د خپلو ‏کدرونو ‏څخه به په همدې برخه او ‏یا نورو برخو کې ګټه اخلي.

‏۲-‏‏ هغه ادارې او څانګې چی د یاد وزارت له تشکیل څخه جلا شوي او په خپلواکه توګه کړنې ترسره کوي، په ‏دې هکله به ‏په ‏راتلونکي کې پالیسیو ته په پام او له هر اړخیزو څېړنو او ارزونو وروسته د افغانستان اسلامی ‏امارت مشرتابه هدایت ته ‏منتظر ‏اوسو، تر څو چې هره اداره چیرته او په کوم حالت کې ګټوره او اغېزناکه ‏پاتې کیدلای شي؛ نو بیا په هماغه سیستم سره ‏جوړې ‏شي.‏

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۶ - ۹:۳۲
Background image

پروان ولایت مرکز چاریکارو ښار کې دوه مخابراتي سایټونه جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

د پروان ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او د مخابراتي خدمتونو د تیظیم (اترا) ادارې په ګډو هڅو او...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۵ - ۱۴:۱۶
Background image

کندز ولايت کې د یوه مخابراتي سایټ د جوړولو سروې ترسره شوه

د یوه مخابراتي سایټ د جوړولو په موخه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او د اترا ادارې د ګډ مسلکي او تخنیکي ټیم له...

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۲:۵
Background image

لوګر ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او مخابراتي شرکتونو مسئولینو تر منځ د همغږۍ غونډه وشوه

دغې غونډې کې د لوګر ولايت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رئيس محترم مولوي مطیع الله عابد د ولایت په کچه د مخابراتي خدماتو د ښه والي پر اهمیت...

بېرته خبرونه ته