د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د روشن مخابراتي شرکت له مسؤلینو سره ناسته وکړه

naweed_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۸/۱۰ - ۱۶:۴۱
وزیر مخابرات با مسئولان روشن

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارات وزیر ښاغلي الحاج مولوي نجیب الله حقاني د روشن مخابراتي شرکت له مسؤلینو سره افغانستان کې پر مخابراتي آسانتیاو، د کیفیت لوړول او همدا راز په مخابراتي برخو کې د قوانینو د مراعات په تړاو خبرې وکړې.
د روشن مخابراتي شرکت مسؤلینو په خپل وار سره افغانستان کې د سیمکارټونو د موضوع، د ځینو اپلکیشنونو، نوري فایبر او همدا راز قابلبای سیمه کې د روشن مخابراتي شرکت عمومي سویچ چې اوس مهال پرې د یوې بلې دولتې ادارې نقشه راغلې مفصلې خبرې وکړې.
ورته مهال د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حقاني راغلي پلاوي ته ښه راغلاست وویل او د روشن مخابراتي شرکت څخه یې مننه وکړه چې افغانستان کې یې د ۷۵۰ میلیونه ډالرو په ارزښت پانګونه کړې او افغانانو ته مخابراتي چوپړتیاوې برابروي.

وزیر مخابرات و مسئولین روشن

همدا راز د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت ښاغلي وزیر له راغلي پلاوي سره افغانستان کې د مخابراتي آسانتیاو په برخه کې د قانوني اصولو د مراعات غوښتنه وکړه او ټینګار یې وکړ چې هیڅ مخابراتي شبکله نه شي کولای افغانستان کې په غیر قانوني ډول سیمکارټونه توزیع او په مشتریانو یې وویشي، د سیمکارټونو د ثبت راجسټر او توزېع د پروسې د څار په موخه به یوه کمېټه رامنځته کېږي څو یاده پروسه وڅاري او د هر ډول غیر قانوني کړنو مخنیوی وکړي، ورته مهال د هغو اپلیکیشنونو په تړاو چې د روشن مخابراتي شرکت یې د بیا فعالېدو اجازه غواړي یادونه وشوه چې د هغې لپاره به یوه مشخصه کمیټه ایجادېږي او د هغوی له بررسۍ وروسته به یې په اړه تصمیم نیول کېږي.
د یادونې وړ ده ښاغلي وزیر صاحب راغلي پلاوي ته څرګنده کړه چې هیڅ مخابراتي شرکت اجازه نه لري چې د فایبر په برخه کې سربخوده او یا هم بار بار کندنکاري وکړي، د طرزالعمل له مخې هر ځای کې چې د نوري فایبر زیربناء موجوده وي بل شرکت ترې باید په شریک ډول ګټه پورته کړي، په بار بار کندنکارۍ سره له یوه لوري معیار په نظر کې نه نیول کېږي او له بل لوري په بار بار د جوړو شویو بنسټونو د ورانۍ او تخریب سبب ګرځي.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر ښاغلي الحاج نجیب الله حقاني د قابلبای موضوع اړوند اضافه کړه چې سیمه باید له نیږدې ولیدل شي او په تړاو یې باید بشپړ جزیات ترلاسه شي له هغې وروسته به یې په تړاو فیصله صورت ومومي.
د روشن مخابراتي شرکت یادونه وکړه چې د شته امنیت څخه په ګټې اخیستنې دوی توانېدلي د هېواد په بېلابېلو برخو کې ۵۰ مخابراتي سایټونه نصب او ګټې اخیستنې ته یې وسپاري او همدا راز اوسنی وضعیت یې د پانګونې لپاره خورا ګټور وباله او زیاته یې کړه چې له داسې فرصت څخه پانګوال باید د موقع په توګه ګټه پورته کړي.

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۶ - ۹:۳۲
Background image

پروان ولایت مرکز چاریکارو ښار کې دوه مخابراتي سایټونه جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

د پروان ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او د مخابراتي خدمتونو د تیظیم (اترا) ادارې په ګډو هڅو او...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۵ - ۱۴:۱۶
Background image

کندز ولايت کې د یوه مخابراتي سایټ د جوړولو سروې ترسره شوه

د یوه مخابراتي سایټ د جوړولو په موخه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او د اترا ادارې د ګډ مسلکي او تخنیکي ټیم له...

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۲:۵
Background image

لوګر ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او مخابراتي شرکتونو مسئولینو تر منځ د همغږۍ غونډه وشوه

دغې غونډې کې د لوګر ولايت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رئيس محترم مولوي مطیع الله عابد د ولایت په کچه د مخابراتي خدماتو د ښه والي پر اهمیت...

بېرته خبرونه ته