د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د روشن مخابراتي شرکت له مسؤلینو سره خپل دفتر کې ناسته ترسره کړه

naweed_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۹/۲۲ - ۱۲:۱
جلسه شرکت مخابراتی روشن با وزارت مخابرات

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر ښاغلې الحاج مولوي نجیب الله حقاني د روشن مخابراتي شرکت له مسؤلینو سره افغانستان کې د یاد شرکت د کیفیت پر لوړوالي، مخابراتي پوښښ او د طرزالعمل مطابق د سیمکارټونو د ثبت او راجسټریشن په تړاو ناسته ترسره کړه.

ښاغلي وزیر صاحب مخابراتي شرکتونو ته خطاب کې وویل چې دوی باید افغانستان کې خپل خدمات لوړ او د پوښښ ساحه پراخه کړي او خپلو مشتریانو ته په ښه کیفیت خدمات ترسره کړي او همدا راز ټولې مخابراتي شبکې باید د سیمکارټونو ثبت او راجسټریشن د طرزالعمل مطابق سر ته ورسوي او د پخوانیو سیمکارټونو چې دوی په غیر قانوني ډول په خلکو ویشلي ژر تر ژره ثبت او قانوني مراحل یې سر ته ورسوي، همدا راز د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر څرګنده کړه چې افغانستان کې د نوري فایبر شبکه چې یوه حیاتي پروژه ده باید د پالیسۍ او نړیوالو معیارونو له مخې تطبیق شي او هڅه وشي په یوه مسیر د ډېرو کیندنو مخه ونیول شي چې د زیربناو د تخریب او د مصارفو د ډېروالي سبب ګرځي او وروسته همدا مصارف د خلکو له جیبونو ویستل کېږي نو ښه لاره یې دا ده چې دوی باید یو بل سره په شریکه له فایبره استفاده وکړي او خدمات ترسره کړي.

وزارت مخابرات و شرکت روشن

دغې ناسته کې د روشن مخابراتي شرکت څرګنده کړه چې دوی تر دې مهاله د خپلو مشتریانو کابو ۱ اعشاریه ۸ میلیونه سیمکارټونه د طرزالعمل مطابق ثبت کړي او اوس هم هره میاشت تر ۵۰زرو پخواني سیمکارټونه چې په غیر قانوني ډول ثبت شوي وو په قانوني ډول ثبت او راجسټر کېږي یاد شرکت ډاډ څرګند کړ چې دوی به راتلونکي ۱۲ نه نیولې تر ۱۸ میاشتو پورې د خپل شرکت د ټولو مشتریانو سیمکارټونه د قانون له مخې ثبت او راجسټر پروسه بشپړه کړي.

د روشن مخابراتي شرکت مسؤلینو د کابل خوست فایبر او همدا راز د ځینو اپلکیشنونو په تړاو خپلې ستونزې شریکې کړې چې اوسمهال افغانستان کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د اټرا محترم ریاست له لوري بند شوي، دوی زیاته کړه چې دغې برخه کې دې وزارت ورسره مرسته وکړي.

د همدې موضوع د څېړلو په موخه د وزارت د مقام په هدایت د اټرا محترم ریاست د تخنیکي مرستیال محترم عطاء محمد یاري په مشرۍ یو تخنیکي ټیم وټاکل شو څو د یاد شرکت ستونزې بررسي او نتیجه یې مقام سره د وروستیو اجراأتو په موخه شریکه کړي.

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۱۲:۵۷
Background image

ننګرهار ولایت مرکز جلال آباد ښار کې د یو شمیر مخابراتي شرکتونو د پیرېدونکو خدمتونو له استازولیو څخه څارنه ترسره شؤه

دپیرودونکو خدمتونو استازولیوڅخه د سیم‌کارتونو د ویش، ثبت او راجستریشن او پیرودونکوته...

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۱۲:۳۰
Background image
چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۱۶:۱۶
Background image

د خوست ولایت په نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې د یوه مخابراتي سایټ د جوړولو لپاره سروې ترسره شوه

د هیواد لرو پرتو سیمو ته د مخابراتي او انټرنیټي آسانتیاو برابرولو په موخه دخوست ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او...

بېرته خبرونه ته