د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د دفتر ریاست نوی رئیس د وزارت کارکوونکو ته ورؤپیژندل شو

naweed_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۰ - ۱۶:۵۳
مولوی نجیب الله

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د وړاندیز او د ریاست الوزراء عالي مقام د منظورۍ له مخې ښاغلی مولوي محمد ایوب ثابت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د دفتر ریاست د رئیس په توګه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د وزیر ښاغلي الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني له لوري د وزارت کارکوونکو ته معرفي او رسماً یې خپله دنده پیل کړه.

دغې ناسته کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر د دفتر ریاست نوي معرفي شوي رئیس ته په چارو کې د توفیق غوښتنه وکړه او همداراز وه یې ویل دنده امتیاز نه بلکې مسئولیت دی، او په ټوله کې د وخت د هر مصلح آمر دا طمع او هیله وي چې وړ کسان پیدا او ټولنې ته د خدمت په موخه په دنده وګمارل شي او کله چې چا ته  مسئولیت سپارل کېږي په سمه معنی یې باید سر ته ورسوي او خپله وجیبه ادا کړي، د ښاغلي وزیر صاحب په وینا مونږ تاسې ټول په اطاعت مکلف یو د صف وحدت او یووالي ساتل زمونږ وجیبه ده او دا دواړه هغه برخې دي چې اسلامي امارت یې په خپل وجود کې لري او د دې دوه مهمو اصلونو په نتیجه کې یې تل بری هم خپل کړی.

ورته مهال دغې ناسته کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د دفتر ریاست نوي رئیس ښاغلي محمد ایوب ثابت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت له رهبرۍ مننه وکړه چې په نوموړي یې باور کړی او د یاد بست لپاره یې وړ بللی او د ریاست الوزراء عالي مقام ته د منظورۍ په موخه یې وړاندیز کړی، د نوموړي په وینا ورسپارل شوې دنده به د مقام د هدایت او نورو برخو سره په همغږۍ په پوره اخلاص او صداقت مخې ته وړي.

د یادونې وړ ده ښاغلي مولوی محمد ایوب ثابت د دیني زده کړو تر څنګ په عصري علومو کې لوړې زده کړې لري او د افغانستان اسلامي امارت په بېلابېلو برخو کې یې دندې هم سر ته رسولي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۵ - ۱۵:۴۳
Background image

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د معیار او کیفیت ادارې سره د مجازي سرور د خدمتونو د وړاندې کولو قرارداد لاسلیک کړ

د یاد قرارداد موخه د موجودو تخنیکي زېربناوو، په ځانګړي ډول د هاستنګ سیستمونو، اغېزمنه...

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲ - ۱۲:۴۵
Background image

ننګرهار ولایت کې د سلام مخابراتي شبکې د ۱۵ مخابراتي آنټنونو ظرفیت ۴جي ته لوړ شو

د ننګرهار ولایت بټي کوټ ولسوالي امبرخانه، چپرهار ولسوالۍ تریلي، رودات ولسوالۍ کان قطرغه، کوټ ولسوالۍ وچ کوټ، حصارک ولسوالۍ غونډی، سرخرود ولسوالۍ کګړک، خیوې ولسوالۍ سلامپور او...

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲ - ۱۲:۲۴
Background image

د کاپیسا ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست د ډیجیتلي مهارتونو له مرکز څخه ۶۵ تنه فارغ شول

د فراغت د مراسمو په ترڅ کې د کاپيسا ولایت مرستیال والي محترم مولوی شیخ اسدالله سنان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رئیس محترم مولوی دلاور برهان، د بیلابیلو ادارو کارکونکو  ښوونکو او.... . .

بېرته خبرونه ته