د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت او کابل ښاروالۍ تر منځ د ادرس جوړولو سیستم هوکړه لیک لاسلیک شو

mcitadmin
پنجشنبه ۱۳۴۸/۱۰/۱۱ - ۵:۳

د روان ۱۳۹۲ ام کال د غبرګولې په ۱۲ مه نیټه د ښاري ادرس جوړونې سیستم هوکړه لیک د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر ښاغلي امیرزي سنګین او کابل ښاروال محمد یونس نواندیش لخوا د یو مطبوعاتي کنفرانس په ترڅ کې لاسلیک شو.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر ښاغلي امیرزي سنګین په دغه کنفرانس کې د ښاري آدرس سیستم پر اهمیت او ارزښت خبرې وکړې او ویې ویل: د دغه هوکړه لیک موخه په کابل ښار کې د مشخص ادرس سیستم د جوړولو د کار پیل دی چې له مخې به يې د ادرس موندنې  تخنیکي امکاناتو او سټنډردونو په رڼا ( کود ورکول، نقشه ایستنې، د لوحو لګول، پر کورونو او کوڅو د شمیرو ایښودنه، د جي پي اس په مرسته ) خپل کار پیل کړي.

ښاغلی سنګین زیاته کړه: د ادرس کمپیوتري فهرست د جی اې اس تخنیکی ټیم او جي پي اس کواردینات لخوا د ټولو شویو معلوماتو پر بنسټ تنظیم او جوړیږي.  

وروسته کابل ښاروال ښاغلي نواندیش د هوکړه لیک د لاسلیک څخه د خوښي څرګندولو ترڅ کې وویل: په هیواد کې د ښاري ژوند د پراختیا او ادرس موندنې ستونزو په نظر کې نیولو سره د افغانستان اسلامي جمهوریت عالي مقام د ۴۵ ګڼې فرمان له مخې مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت او کابل ښاروالی ته دنده سپارلې چې په ګډه هڅه او همکارۍ د مډرن ټکنالوجۍ او معیارونو پر بنسټ د ادرس موندنې نوی سیستم جوړ او پلی کړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۳ - ۱۶:۵
Background image

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت مالي او اداري مرستیال د یوې رسمي غونډې په ترڅ کې رسماً د وزارت کارکونکو ته وروه پیژندل شو

د عالیقدر امیرالمومنین شیخ القران والحدیث مولوي هبةالله آخندزاده حفظ الله تعالی د حکم پر اساس ښاغلی حافظ محمد امین جان عمري چې د مخابراتو او...

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۸ - ۱۲:۴۸
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۸ - ۱۲:۳۶
Background image

د خوست ولایت سپیرې ولسوالۍ کې د دوه مخابراتي سایټونو رغنیزو چارو څخه څارنه ترسره شوه

د خوست ولایت د سپېرې ولسوالۍ هغه سیمې چې لا هم له مخابراتي آسانتیاو بې برخې او مخابراتي ستونزې یې...

بېرته خبرونه ته