د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت او د ولسمشرۍ د چارو ادارې د پانګونې آسانتیا واحد ترمنځ د همکاری هوکړه لیک لاسلیک شو

naweed_admin
دوشنبه ۱۴۰۰/۲/۶ - ۱۴:۳۱
تفاهمنامه همکاری

دغه هوکړه لیک نن (دوشنبه، د غویي ۶ نیټه ) د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت او د ولسمشرۍ د چارو ادارې د پانګونې اسانتیا واحد ترمنځ د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیرې معصومې خاوري، د ولسمشرۍ د چارو ادارې د پانګونې اسانتیا واحد رئیس عطاء الله نصیب، د وزارت د بیلابیلو ریاستونو رئیسانو او کارمندانو په حضور د دغه وزارت د کنفرانسونو په تالار کې  لاسلیک شو.  
د دې تفاهمنامې اصلي موخې د غوره او موثره مخابراتي خدمتونو وړاندې کول، د اقتصادي ودې لپاره فرصتونه برابرول ، د خلکو سوکالي، د زیربناو پراختیا، په سکتور ي زیربناوو کې د کورنیو او بهرنیو پانګوونې راجلبول او د ډیجیټل حکومتداري پراخول دي.

د دغه هوکړه لیک له مخې به دواړو خواوو ته د پلان جوړولو څیړنې، کورنیو او بهرنیو پانګوالو او مرستندویه سرچینو را جلبولو، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ په برخه کې د ملي پروژو پلي کولو په موخه د دوامداره همکاریو لپاره لاره هواره شي. 
دا هوکړه لیک به د پنځو کلونو لپاره د اعتبار وړ وي او دواړه ادارې به د هوکړه لیک د مفاد پلي کولو لپاره ذیصلاح استازي و ټاکي او معرفي یې کړي.

تفاهمنامه همکاریهمداراز په پای کې آغلې خاوري او ښاغلي نصیب د افغانستان اطلاعاتو ملي مرکز (ډیټاسینټر) څخه لیدنه وکړه، او پریکړه وشوه چې د نړیوالو نورمونو سره سم یو نوی او معیاري مرکز چې په هیواد کې د بیلابیلو څانګو معلومات خوندي کړي رامنځته کړي.

تفاهمنامه همکاری

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۱:۵۸
Background image

د پکتیکا ولایت مرکز او یوشمیرولسوالیو کې د سلام مخابرات شبکې د ۵ سایټونو ظرفیت ۴جي ته لوړ شو

د مخابراتي پوښښ د کیفیت ښه والي او مخابراتي ستونزو ته د رسېدنې په موخه...

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۶:۴۷
Background image

کونړ ولایت شیګل ولسوالۍ کې د سلام مخابراتي شبکې یو سایټ جوړ ګټې او اخیستنې ته وسپارل شو

د مخابراتي خدمتونو د پوښښ د پراختیا او د مشترکینو د ستونزو د حل په موخه...

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۶:۱۰
Background image

د مخابراتو او د ټکنالوجۍ سکټور د پرمختګ لپاره د ټولنې د هر قشر او برخې نظرونه راته مهم دي

ښاغلي وزیر صاحب په دغې ناسته کې شنونکي، ژورنالستان او لیکوالان د ټولنې ترجمانان او د رواني جګړې سرلاري یاد کړل چې هر ډول حالاتو کې...

بېرته خبرونه ته