د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ نوی وزیر د وزارت کارکونکو ته ور وپیژندل شو

mcitadmin
پنجشنبه ۱۳۴۸/۱۰/۱۱ - ۵:۳

د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر ښاغلی عبدالرزاق وحیدي د پارلمان څخه د اعتماد د رایې اخیستلو څخه وروسته د روان ۱۳۹۴ کال د ثور میاشتې په لومړۍ نیټه د جمهوري ریاست د دوهم مرستیال ښاغلي سرور دانش لخوا د یوې رسمي غونډې په ترڅ کې د وزارت کارکونکو ته ور وپیژندل شو.

د غونډې په پیل کې د مخابراتو وزارت تخنیکي مرستیال ښاغلي بریالي حسام خبرې وکړې. په سر کې ښاغلي حسام د جمهوری ریاست دوهم مرستیال او راغلو میلمنو ته ښه راغلاست ووایه او وروسته یې ښاغلي عبدالرزاق وحیدی ته د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ د وزیر په توګه د هغه د ټاکل کیدو په مناسبت مبارکي وویله.

همداراز ښاغلي حسام د هغه هراړخیزې پالیسۍ په اړه چې په تیرو کلونو کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت لخوا جوړه شوې وه یادونه وکړه او د هیواد په کچه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ په برخه کې یې ننني  پرمختګونه او لاسته راوړنې د هغې د تطبیق پایلې و بللې او همدا ډول ښاغلي انجنیر حسام د مخابراتو وزارت د پخواني وزیر ښاغلي امیرزي سنګین د سالمې لاښوونې او همکاریو یادونه کړه او د هیواد مخابراتي سکتور د ترقۍ په برخه کې د  هغه هڅې یې وستایلې.

وروسته د جمهور رییس دوهم مرستیال ښاغلي سرور دانش خبرې وکړې او ښاغلي عبدالرزاق وحیدي ته د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ د وزیر په توګه د هغه ټاکل کیدو له امله مبارکي وویله او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د پخواني رهبرۍ د هڅو څخه یې مننه څرګنده کړه.

ښاغلي دانش وویل: چې د ښې حکومتولۍ راز خلکو ته د لاښه خدمتونو په وړاندې کولو کې نغښتۍ دی. هغه زیاته کړه: چی د یو حکومت مشروعیت هغه وخت څرګندیږي چې خپل خلکو ته ښه او ارزښتناک خدمتونه وړاندې کړي.

همداراز ښاغلي دانش د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ اهمیت او اغیزې ته په کتو سره وویل: چې د ټولنو د ټولو پرمختګونو په برخه کې مخابرات او معلوماتي ټکنالوجۍ د کیلۍ حیثیت لري. او همداراز ښاغلي سرور دانش هیله څرګنده کړه چې د هیواد په کابینه کې او په ځانګړي توګه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ په وزارت کې د نویو څیرو د ټاکل کیدو سره به  د پرمختګ او خلکو ته د مخابراتو په ډګر کې د پراخو خدمتونو د وړاندې کولو زمینه برابره شي.

د جمهوري ریاست دوهم مرستیال ښاغلي سرور دانش وویل: چې ښاغلي وحیدي یو با درایته او د کافي تجربې درلودونکۍ ښه مدیر دی او هیله لرم چې د وزارت د کارکونکو په مرسته به د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ په سکتور کې د پراخو پرمختګونو زمینه برابره شي.

وروسته د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر ښاغلي عبدالرزاق وحیدي خبرې وکړې او د افغانستان د اسلامي جمهوري ریاست ، اجراییه ریاست او په پارلمان کې د خلکو د استازو د اعتماد څخه یې مننه وکړه.

همداراز ښاغلي وحیدي وویل: چې د مخابراتو سکتور یو له مهمو او با ارزښته سکتورونو څخه شمیرل کیږي او زیاته یې کړه چې د حکومتي چارو په بیلا بیلو برخو کې د کاري تجربو په لرلو او په وزارت کې د خپل همکارانو او با تجربه کارکونکو په همکارۍ سره کولی شو د چارو په پرمخ بیولو کې لازمې لاسته راوړنې تر لاسه کړو.

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۲:۴۰
Background image

کابل کې د لومړي ځل لپاره په امتحاني ډول ۵جی خدمات پیل شوي

په دغې ناسته کې د افغان بیسیم مخابراتي شرکت رئیس ښاغلي علي الله سروري د خپل شرکت د لاسته راوړنو او فعالیتونو ګزارش...

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۹:۲۵
Background image

بامیان ولایت یکاولنګ ولسوالۍ کې د سټلایټ د ۲ غیرقانوني دستګاوو فعالیت ودرول شو

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د لارښوونې پر بنسټ، د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې (اټرا) د قانون له مخې...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۸:۵۲
Background image

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت مالي او اداري مرستیال د روسیې د پازیټیف ټکنالوژۍ شرکت د ستراتژئ او حکومتي اړیکو له مرستیال رئیس سره لیدنه وکړه

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت مالي او اداري مرستیال ښاغلي الحاج حافظ محمد امین جان عمري د سایبري امنیت او...

بېرته خبرونه ته