د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ سرپرست وزیر امیرزي سنګین د یحی خیلو د پیښې له زخمیانو څخه په روغتون کې لیدنه وکړه

mcitadmin
پنجشنبه ۱۳۴۸/۱۰/۱۱ - ۵:۳

د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ سرپرست وزیر ښاغلي امیرزي سنګین د دغه وزارت د مشرتابه او د پکتیکا ولایت د ستازو په ملګرتیا نن سهار د پکتیکا ولایت د یحی خیلو ولسوالۍ د ځانوژونکي تروریستي برید  له ټپيانو سره د خواخوږي او مرستې کولو په موخه  د۱۳۹۳ کال د لیندۍ ۴ مه د سردار محمد داود خان په روغتون کې  له هغوي سره کتنه وکړه او خپله همدردي یې ورسره شریکه کړه.

ښاغلي امیرزي سنګین د دغې پیښې د غندلو په ترڅ کې وویل چې د ولسي وګړو په نښه کول د هغو دښمنانو کار دی چې ملکي وګړو ته د درد او غم له رسولو پرته، بل څه نه غواړي.

هغه  زیاته کړه چې د افغانستان دښمنان د پرديو په اشارې سره د دا ډول ډارنو کړنو په ترسره کولو سره، له بې ګناه ولسي وګړو سره خپله څرګنده دښمني ښيي.

همدا راز ښاغلي سنګین ټپیانو ته دلازمې نغدې مرستې په ورکولو سره هغوی ته د لوی خدای له درباره څخه د عاجلې روغتیا هيله وکړه.

 

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۱:۵۸
Background image

د پکتیکا ولایت مرکز او یوشمیرولسوالیو کې د سلام مخابرات شبکې د ۵ سایټونو ظرفیت ۴جي ته لوړ شو

د مخابراتي پوښښ د کیفیت ښه والي او مخابراتي ستونزو ته د رسېدنې په موخه...

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۶:۴۷
Background image

کونړ ولایت شیګل ولسوالۍ کې د سلام مخابراتي شبکې یو سایټ جوړ ګټې او اخیستنې ته وسپارل شو

د مخابراتي خدمتونو د پوښښ د پراختیا او د مشترکینو د ستونزو د حل په موخه...

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۶:۱۰
Background image

د مخابراتو او د ټکنالوجۍ سکټور د پرمختګ لپاره د ټولنې د هر قشر او برخې نظرونه راته مهم دي

ښاغلي وزیر صاحب په دغې ناسته کې شنونکي، ژورنالستان او لیکوالان د ټولنې ترجمانان او د رواني جګړې سرلاري یاد کړل چې هر ډول حالاتو کې...

بېرته خبرونه ته