د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ سرپرست وزیرد افغان بیسیم شرکت له عمومي رییس احسان الله بیات سره ولیدل

ashiq_admin
چهارشنبه ۱۳۹۸/۶/۶ - ۱۵:۴۱
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ سرپرست وزیرد افغان بیسیم شرکت له عمومي رییس احسان الله بیات سره ولیدل

د مخابراتو سرپرست وزیر محمد فهیم هاشمي، نن چهارشنبه د وږي میاشتې شپږمه نېټه د افغان بیسیم له عمومي رییس احسان الله بیات سره یوه ځانګړې ناسته لرله.
په دغه لیدنه کې، ښاغلي هاشمي له مخابراتي خصوصي سکټور څخه د وزارت پر ملاتړ ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، په ټول توان سره هڅه کوي د خصوصي سکټور او پانګونې پر وړاندې یې شته خنډونه له مېنځه یوسي.
د نوموړي په وینا، غوره خدمتونه، لوړ کیفیت او مناسبې بیې د خلکو اساسي غوښتنې دي او په دې برخه کې باید حکومت او خصوصي سکټور په ګډه هڅه وکړي.
د مخابراتو سرپرست وزیر، افغان بیسیم د خصوصي مخابراتي خدمتونو په برخه کې یوه مخکښه شبکه یاده کړه، چې په وینا یې افغانان به هیڅکله د دې شرکت خدمتونه هېر نکړي.
د هاشمي په وینا، د ټکنالوجي خدمتونو کیفیت لوړونې په موخه د مخابراتو وزارت په بېلابېلو برخو کې هر اړخیز اصلاحات تر لاس لاندې دي.
نوموړي په نا امنه سیمو کې د مخابراتي سایټونو امنیت ساتنه د مخابراتو وزارت او امنیتي ارګانونو له لومړیتوبو څخه وبلل او زیاته یې کړه، په دې برخه کې لازمې هڅې روانې دي.
د افغان بیسیم شرکت عمومي رییس احسان الله بیات هم په دغه لیدنه کې، د مخابراتي خدمتونو د پرمختګ او غوره والې په موخه له خپلو تازه پلانونو خبر ورکړ او زیاته یې کړه چې ډېره ژر به د خپلو خدمتونو تازه بنډلونه وړاندې کړي.
د نوموړي په وینا، امنیتي ستونزې، ګمرکونه، مالیاتي موضوعات او نورې ستونزې د خصوصي سکټور پر وړاندې ستر خنډونه دي، چې په وینا یې باید حل شي.
افغان بیسیم لومړنۍ مخابراتي شبکه وه، چې په افغانستان کې د لومړني ټاکنیز نظام له فعالیت سره سم یې په لومړي ځل په افغانستان کې د خصوصي مخابراتي اسانتیاوو زمینه برابره کړه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۲:۵
Background image

لوګر ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او مخابراتي شرکتونو مسئولینو تر منځ د همغږۍ غونډه وشوه

دغې غونډې کې د لوګر ولايت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رئيس محترم مولوي مطیع الله عابد د ولایت په کچه د مخابراتي خدماتو د ښه والي پر اهمیت...

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۱:۱۰
Background image

دایکنډي ولایت په شهرستان ولسوالۍ کې دسلام مخابراتي شبکې یو سایټ فعال او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

دایکنډي ولایت کې د محرومو سیمو د مخابراتي پوښښ په دوام، د یاد ولایت شهرستان ولسوالۍ کې د سلام...

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۰:۹
Background image

خوست ولایت کې د پوستي او کارګو شرکتونو خدمتونو څخه څارنه تر سره شوه

د مخابراتو اومعلوماتي ټکنالوجۍ وزارت دهدایت په اساس خوست ولايت کې د مخابراتو رياست له لوري د پوستي او کارګو خدمتونو څخه...

بېرته خبرونه ته