د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ سرپرست د مشرانو جرګې په عمومي غونډه کې ګدون وکړ

ashiq_admin
چهارشنبه ۱۳۹۸/۷/۲۴ - ۹:۳۸
Acting Minister of MCIT attends the plenary Session of Meshrano Jirga (Upper House)

د مخابراتو سرپرست وزیر محمد فهیم هاشمي، نن سه شنبه د تلې میاشتې ۲۳ مه نېټه د مشرانو جرګې په غوښتنه د استازو پوښتنو ته د ځوابونو په موخه د دغې جرګې په غونډه کې ګډون وکړ.
په بېلابېلو ولایتونو کې د مخابراتي شبکو فعالیتونه، د مخابراتي انتنونو قطع کېدل، د انټرنیټ سرعت ستونزې، د مخابراتي پېرودونکو لس سلنه مالیه او ورته ستونزې، هغه موضوعات ول چې نن پرې د مشرانو جرګې مجلس بحث وکړ.
ښاغلي هاشمي، د ټاکنو په ورځ په ځینو مخابراتي شبکو کې شته ستونزو په اړه وویل، ده خپله د ټاکنو په ورځ له ټولو مخابراتي شبکو څخه څارنه کړې او د ټاکنو پر مهال یې څلورویشت ساعته له اړوندو ادارو سره په اړیکه کې وو، چې ډېری ستونزې یې هم مهاله هوارې کړې دي.
ښاغلي هاشمي زیاته کړه، « د مخابراتي شبکو له کړنو څار او څېړنه د اترا ادارې مسوولیت دی، خو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت په ډېرو حساسو شېبو کې له اترا ادارې سره اوږه په اوږه کار کړی.
د مخابراتو سرپرست وزیر د مشرانو جرګې یوه غړي د هغې اندېښنې په اړه، چې ګواکې سلام مخابراتې شبکه له ماتې سره مخ ده وویل: «سلام مخابراتي شبکه هیڅکله له ماتې سره نه مخ کیږي، خو رښتیا ده چې د دغه شرکت لګښتونه د معمول خلاف زیات دي
ښاغلي هاشمي زیاته کړه، « دا څه موده چې زه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت ته راغلی یم، د سلام مخابراتي شبکې له پار مې د
۴۰ ملیونه ډالرو په ارزښت د وسایلو پېرلو تړونونه لغوه کړل. مونږ هڅه کوو د سلام مخابراتي شبکې اضافي لګښتونه را کم او له دې لارې دغه شرکت د نورو خصوصي شرکتونو له پاره یو مثال وګرځوو

Acting Minister of MCIT attends the plenary Session of Meshrano Jirga (Upper House)
ښاغلي هاشمي د مشرانو جرګې ځینو استازو د هغو اندېښنو په اړه، چې ګواکې مخابراتي شرکتونه د وسله والو طالبانو له غوښتنو پیروي کوي وویل، « په ازاد بازار کې د حکومت له لومړیبونو څخه یو یې، د خصوصي سکټور قوي کېدل دي، که په افغانستان کې د پانګوالو له ټولو اړیتاوو برابرولو سربېره بیا هم دوی د طالبانو غوښتنو ته غاړه ږدي، مونږ ته په هیڅ صورت د منلو وړ ندي
د مخابراتو سرپرست وزیر، د رییل ټایم په اړه د خلکو اندېښنو په ځواب کې وویل، « د رییل ټایم له پاره یې پرنړیوال معیار پرمختللي وسایل پیرلي، چې کابل ته هم را ورسېدل او ډېر ژر به ګټې اخیستنې ته وړاندې شي
ښاغلي هاشمي په مخابراتو وزارت کې د فساد پر وړاندې مبارزې په اړه وویل، « که په هره سطحه وي، زه د فساد پر وړاندې له مبارزې په هیڅ صورت نه په شا کېږم، مونږ د فساد پر وړاند د رڼې مبارزې په موخه د شکایتونو بنسټ رامېنځته کړ، چې له همدې لارې خلک کولای شي په مستقیم ډول خپلې ستونزې او شکایتونه له ما سره شریک کړي
د مشرانو جرگي رییس او غړو، په مخابراتو وزارت کې د فساد پر وړاندې ټینکې مبارزې او دغه وزارت کې د روڼتیا چټکې لړۍ له امله د مخابراتو وزیر له هڅو د ستاینې تر څنګ، د مجلس استازو ته د نوموړې ځوابونه قانع کوونکې وبلل.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۳/۹/۳ - ۱۴:۵۴
Background image

د زابل ولایت په مرکز قلات ښار کې د سلام مخابراتي شبکې د څلورو مخابراتي سایټونو ظرفیت لوړ شو

د زابل ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او د افغان ټیلی کام مخابراتي شرکت...

شنبه ۱۴۰۳/۹/۳ - ۱۴:۳۹
Background image

د پکتیکا ولایت په یوشمیر ولسوالیو کې د روشن مخابراتي شرکت د څوارلسو سایټونو ظرفیت لوړ شو

د پکتیکا ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او روشن مخابراتي شرکت په ګډو هڅو د یاد ولایت په یو شمیر ولسوالیو کې...

شنبه ۱۴۰۳/۹/۳ - ۱۲:۲۲
Background image

بېرته خبرونه ته