د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ وزارت او د عامې روغتیا وزارت ترمنځ د همکارۍ هوکړه لیک

mcitadmin
پنجشنبه ۱۳۴۸/۱۰/۱۱ - ۵:۳

د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ وزارت او د عامې روغتیا وزارت ترمنځ د همکارۍ هوکړه لیک د Tele Medicine تر عنوان لاندې د روان کال د زمري میاشتې  په ۲۷ نيته د یو مطبوعاتي کنفرانس په ترڅ کې چې په دغه وزارت کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر ښاغلي عبدالرزاق وحیدی او د عامې روغتیا وزیر ښاغلي فیروزالدین فیروز په ګډون جوړ شوی وو لاسلیک شو.

په دغه کنفرانس کې لومړی  د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ وزیر ښاغلي عبدالرزاق وحیدی د ټولنو په بیلا بیلو ډګرونو کې د معلوماتي تکنالوجۍ د اهمیت پر اړخونو خبرې وکړي او وویل: دمخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ وزارت ویاړ لري چې د نورو پرمختګونو او لاسته راوړنو تر څنګ یو ځل بیا د اړیکو دپراختیا او ټولني ته د لا زیاتو او ښو خدمتونو وړاندې کولو په موخه  یو بل ګام اخلي.

نومړي زیاته کړه: چې مخکې مو د انټرنټ له لیارې د هیواد یو شمیر پوهنتونونه او ښوونځي یو بل او د نړۍ د علمي او تحقیقاتي  سرچینو سره نښلولي دي او د دغه هوکړه لیک څخه زمونږ موخه دهیواد په لیرو پرتو سیمو کې د معلوماتي ټکنالوجۍ څخه د ګټې اخیستنې له لارې خلکو ته د هر ډول تبعیض پرته، روغتیایي خدمتونه برابرول دي.

د مخابراتو وزیر وویل په دي توګه دواړه وزارتونه د هوکړه لیک په لاسلیکولو سره مکلف کیږي چې  په راتلوونکو پنځو کلونو کې هیواد والو ته د لوړې کچې اړین روغتیایي خدمتونه وړاندې کړي

همدا راز د عامې روغتیا وزیر ښاغلي فیروزالدین فیروز د خپلو خبرو په ترڅ کې په روغتیایي برخو کې د معلوماتي ټکنالوجۍ پر رول او اغیزې باندې رڼا واچوله او ویې ویل: چې د عامې روغتیا وزارت خلکو ته د روغتیایي خدمتونو د رسولو مسئولیت پر غاړه لري او د دغو مسئولیتونو د تر سره کولو لپاره لازمه ده چې معلوماتي ټکنالوجۍ څخه ګټه واخلو.

ښاغلي فیروز وویل: چې د معلوماتي ټکنالوجۍ په ذریعه کولای شو چې ګتور خدمتونه وړانې کړو، د ناروغ او ډاکتر تر منځ مستقیمه اړیکه رامنځته کړو او فاصلې له منځه ویسو.

ښاغلي ډاکټر فیروز یادونه وکړه چې د معلوماتي ټکنالوجۍ څخه په استفاده کولای شو چې د روغتیایي سکتور په برخو کې شفافیت او حساب ورکونه رامنځته کړو.

همدا راز د عامې روغتیا وزیر د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د همکاریو او مرستو څخه مننه وکړه.  

 

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۱:۵۸
Background image

د پکتیکا ولایت مرکز او یوشمیرولسوالیو کې د سلام مخابرات شبکې د ۵ سایټونو ظرفیت ۴جي ته لوړ شو

د مخابراتي پوښښ د کیفیت ښه والي او مخابراتي ستونزو ته د رسېدنې په موخه...

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۶:۴۷
Background image

کونړ ولایت شیګل ولسوالۍ کې د سلام مخابراتي شبکې یو سایټ جوړ ګټې او اخیستنې ته وسپارل شو

د مخابراتي خدمتونو د پوښښ د پراختیا او د مشترکینو د ستونزو د حل په موخه...

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۶:۱۰
Background image

د مخابراتو او د ټکنالوجۍ سکټور د پرمختګ لپاره د ټولنې د هر قشر او برخې نظرونه راته مهم دي

ښاغلي وزیر صاحب په دغې ناسته کې شنونکي، ژورنالستان او لیکوالان د ټولنې ترجمانان او د رواني جګړې سرلاري یاد کړل چې هر ډول حالاتو کې...

بېرته خبرونه ته