د مالی او اداری مرستیال

ښاغلی پوهنوال هادی هدایتی د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ  وزارت، مالي او اداري مرستیال


Deputy Minister's photo

ښاغلی پوهنوال هادی هدایتی د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ  وزارت، مالي او اداري مرستیال  په ۱۳۵۷ کال کې د کابل په ښار کې زیږدلی دی. ښاغلی هدایتي خپل ابتدایي تعلیمات یې د عبدالعلي مستغنی په لیسه کې تر سره کړی دی او په ۱۳۷۵ کال کې د کانکور په ازموینه کې د بریالیتوب څخه وروسته د کابل پوهنتون د ساینس په پوهنځي کې خپل تحصیلاتو ته ادامه ورکړه او په ۱۳۷۹ کال کۍ د کابل پوهنتون د کمپیوټر ساینس دپارتمنټ څخه د فراغت سند تر لاسه کړی دی. او ۱۳۸۱ کال کې د کابل پوهنتون د ساینس پوهنځي د علمي کادر غړیتوب یې تر لاسه کړ. ښاغلي هدایتي د برښناییز سوداګرۍ په برخه کې خپل څیړنې وروسته د پوهنیارۍ علمي رتبې ته ترفیع کړیده.

په ۱۳۸۵ کال کې د تحصیلي بورس د ترلاسه کولو وروسته د سهیلي افریقا په ویسټرن پوهنتون کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ په څانګه کې د ماسټرۍ په کچه خپل تحصیلات یې په بریالیتوب سره سرته رسولي دي.

ښاغلي ډاکټر هدایتي د ماسټری د دورې په بریاليتوب سره د بشپړولو وروسته بیرته هیواد ته راستون شو او د پوهنمل علمي رتبه یې تر لاسه کړه او همدارز د کابل پوهنتون د کمپیوټر ساینس په پوهنځي کې د معلوماتي ټکنالوجۍ ډیيارتمنټ د مشر په توګه وګمارل شو.

ښاغلي هادي هدایتي د خپل اکاډمیکو وړتیاوو له امله په ۱۳۹۱ کال کې د کابل پوهنتون د اداري مرستیال په توګه وټاکل شو، همداراز، هغه د معلوماتو د خوندیتوب په برخه کې د علمي څیړنو په پایله کې یو شمیر رسالې تالیف کړي دي چې له امله یې د پوهندوی علمي رتبې په تر لاسه کولو بریالی شوی دی.

ښاغلي پوهنوال هدایتي په ۱۳۹۲ کال کې د دکتورا پروګرام دولتي تحصیلي بورس ترلاسه کړ او د ستونیا هیواد د تالین په پوهنتون کې د خپلو څیړنو د بشپړولو وروسته وطن ته راستون شو او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د 16/10/1395 نیټې د (131) نمبر وړاندیز پر بنسټ او د افغانستان اسلامي جمهوریت د مقام د 16/10/1395 نیټې د (3490) نمبر حکم له مخې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجې وزارت د مالي او اداري مرستیال په توګه ګمارل شوی دی.

ښاغلي هادی هدایتي په 17/03/1396 کې د کمپیوټر انجنیری په اړه د کتاب تالیف کولو سره د پوهنوالی علمي رتبې ته  ترفیع کړې ده.

د ښاغلي پوهنوال هدایتي علمي مقالې په ملي او نړیوالو مجلو کې خپرې شوي دي او همدا ډول هغه د افغانستان په استازیتوب په ملی او نړیوالو سیمینارونو او کنفرانسونو کې ګډون کړی دی.

ښاغلي پوهنوال هادی هدایتي د تدریسی او علمي کارونو سربیره غیر دولتي بنسټونو لکه ملګرو ملتونو او د جاپان جایکا په بیلا بیلو پروژو کې هم دندې تر سره کړي دي.