د فوټسال ملي لوبډلې او لاجوردو لارې د بایسکل چلوونکو ډلې ستاینغونډه کې ګډون

Author image
Alireza Khaliqyar
چهارشنبه ۱۳۹۸/۴/۵ - ۱۶:۱۲
Mohammad Fahim Hashimi acting minister of Communications and Information Technology who was a member of the delegation to Iran to encourage the national futsal team and conveyed encouraging message of the President of the Islamic Republic of Afghanistan H. E. Mohammad Ashraf Ghani participated at the appreciation ceremony on the honor of the Afghan National Futsal Team and bike riders of the Lajaward Route Group. President Ghani in his speech said today is a special day for me to see the new generation the

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت سرپرست محمد فهیم هاشمي چې ایران ته د فوټسال ۲۰ کلونو کم عمره ملي لوبډلې د هڅونې د لوړ رتبه پلاوي غړی او ملي لوبډلې ته يې د جلالتماب جمهور رئیس محمد اشرف غني د تشویق پېغام رسوونکی و، نن يې د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې او لاجوردو لارې د بایسکل چلوونکو ګروپ په ستاینغونډه کې ګډون وکړ.

جلالتمآب جمهور رئیس محمد اشرف غني د خپلو خبرو په ترڅ کې وویل چې نن زما لپاره ځانګړی ورځ ده چې نوی نسل او د افغانستان د ځوان نسل لپاره امید او راتلونکې بېلګه وینم.

جمهوررئیس د هیواد د فوټسال ملي لوبډلې غړو ته په خطاب کې وویل، ما له جاپان سره ستاسې سیالي ولیدله، په میدان کې ستاسې همغږي او کنټرول د قدر وړ وه او د افغانستان بیرغ په رپولو سره موږ ته ویاړ راوباښه.

جمهوررئیس وویل، تاسې څو زره کلن دود ژوندی او ثابته مو کړه چې افغانستان د اسیا د څلور لارې د وصل نقطه ده او موږ د سیمې هیوادونو سره یواځې سوداګریزې اړیکې نه لرو، بلکې احساسي او عاطفي اړیکې هم لرو.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۱۲:۵۷
Background image

ننګرهار ولایت مرکز جلال آباد ښار کې د یو شمیر مخابراتي شرکتونو د پیرېدونکو خدمتونو له استازولیو څخه څارنه ترسره شؤه

دپیرودونکو خدمتونو استازولیوڅخه د سیم‌کارتونو د ویش، ثبت او راجستریشن او پیرودونکوته...

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۱۲:۳۰
Background image
چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۱۶:۱۶
Background image

د خوست ولایت په نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې د یوه مخابراتي سایټ د جوړولو لپاره سروې ترسره شوه

د هیواد لرو پرتو سیمو ته د مخابراتي او انټرنیټي آسانتیاو برابرولو په موخه دخوست ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او...

بېرته خبرونه ته