د روان کال له میزان میاشتې وروسته به ټول سیم کارتونه په غیر فعال توګه پلورل کیږي

mcitadmin
پنجشنبه ۱۳۴۸/۱۰/۱۱ - ۵:۳

دمخابراتي خدمتونو د تنظیم اداري مرستیال انجنیر خیر محمد فیضي نن یکشنبه د ۱۳۹۱ کال د زمري په اتمه د یو مطبوعاتی کنفرانس په ترڅ کې چی د مخابراتو او معلوماتی تکنالوجۍ په وزارت کې جوړ شوی وو وویل:  په تیرو کلونو کې د کورنیو چارو وزارت او نورو ټولو امنیتي ادارو سره په ګډه د سیم کارتونو په منظم ثبت او راجستر باندې کار شوی چې پدي هکله د ا منیتی ادارو او مخابراتي شرکتونو ترمنځ یوهوکړه لیک هم لاسلیک شوی. ورپسي د سیم کارتونو راجستریشن کړنلاره د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې لخوا وضع شوه او د پلی کیدو په موخه مخابراتي شرکتونو ته په رسمي توګه خبر ورکړل شو. لدې کړنو وروسته د ۱۳۹۰ کال د زمري میاشتې په ۳۰ نیټه د ثبت او راجستر په هکله وروستنی میکانیزم د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې او مخابراتي شرکتونو په موافقه وضع شو. چې د هغه په بنسټ د سړک په سر د راجستر څخه پرته د سیم کارتونو د پلورلو او خرڅولو څخه په کلکه مخنیوی وشي   خو  په خواشینی سره بیاهم لیدل کیږي چې له ثبت پرته سیم کارتونه په بازارونو کې پلورل کيږي.

نومړي زیاته کړه چې  د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ وزارت د رهبري هیئت او مخابراتي شرکتونو د ګډو پریکړو پر بنسټ هوکړه وشوه چې ټول سیم کارتونه په غیر فعال ډول و پلورل شی او کله چې د ثبت او راجستر فورمه اړوند شرکت ته ورسیږی او د نوموړي شرکت ډاډ حاصل شي چې فورمه په سم ټول ډکه شویده نو سیم کارت به د شرکت له لوري فعالیږی.ښاغلي فیضي دا هم وویل چې د دي پریکړو د پلی کولو په موخه مخابراتي شرکتونو ته د ۱۳۹۱ کال د چنګاښ د میاشتې له ۲۷ نیټې څّخه پیل درې میاشتې وخت ورکړل شوي دی تر څو خپل چمتو والی ونیسي او بیا د ۱۳۹۱ کال د تلی د میاشتې له ۲۷ نیټې نه وروسته سیم کارتونه په غیر فعال ډول خرڅ کړی او پدی درې میاشتو کې ټول هغه سیم کارتونه چې مخکې پرته له راجستر نه پلورل شوی ثبت او راجستر کړی.

فیضي زیاته کړه :  که چیرې وروسته له درې میاشتو بیا هم ولیدل شې چې سیم کارتونه د ثبت او راجستریشن د پروسې له رعایت کولو پرته خرڅ شي  له سرغړونکو سره به د قانون د حکمونو سره سم چلند وشي او تر لس میلیونو افغانيو پوري به جریمه کیږي. 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۱:۵۸
Background image

د پکتیکا ولایت مرکز او یوشمیرولسوالیو کې د سلام مخابرات شبکې د ۵ سایټونو ظرفیت ۴جي ته لوړ شو

د مخابراتي پوښښ د کیفیت ښه والي او مخابراتي ستونزو ته د رسېدنې په موخه...

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۶:۴۷
Background image

کونړ ولایت شیګل ولسوالۍ کې د سلام مخابراتي شبکې یو سایټ جوړ ګټې او اخیستنې ته وسپارل شو

د مخابراتي خدمتونو د پوښښ د پراختیا او د مشترکینو د ستونزو د حل په موخه...

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۶:۱۰
Background image

د مخابراتو او د ټکنالوجۍ سکټور د پرمختګ لپاره د ټولنې د هر قشر او برخې نظرونه راته مهم دي

ښاغلي وزیر صاحب په دغې ناسته کې شنونکي، ژورنالستان او لیکوالان د ټولنې ترجمانان او د رواني جګړې سرلاري یاد کړل چې هر ډول حالاتو کې...

بېرته خبرونه ته