د رتب او معاش سیستم د درېیم او څلورم درجې تخنیکي بستونو او د NTA قراردادي بستونو اعلان

naweed_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۰:۲۱

دنشر تاریخ

د ختمیدو تاریخ

Location

کابل

د کار د اهل کسانو ته د دندو د سپارلو او د افغانستان اسلامي امارت د پالیسۍ د پلي کولو په موخه، دا وزارت په پام کې لري چې د رتب او معاش سیستم اړوند د درېیم او څلورم بستونو (۱۰) تخنیکي بستونه او همدارنګه د ملي تخنیکي ادارې (NTA) اړوند د ډیجیټلي حکومتدارۍ عمومي ریاست د اړتیاوو لپاره (۱۰) قراردادي بستونه د ازادې سیالۍ له لارې اعلان ته وسپاري.

علاقه‌مندان کولای شي د ۱۴۴۷ هـ ق د ۱۱/۱۸ نېټې څخه تر ۱۴۴۷ هـ ق د ۱۲/۵ نېټې پورې چې د ۱۴۰۵ هـ ش د ۲/۱۵ څخه تر ۱۴۰۵ هـ ش د ۳/۲ نېټې پورې سمون خوري، په حضوري ډول په یادو بستونو کې ځانونه کاندید کړي.

همدارنګه له اړوندو درنو ریاستونو څخه غوښتنه کېږي چې د یادو بستونو د اعلان موضوع خپلو ټولو کارکوونکو ته ورسوي، تر څو هغه کسان چې د شارټ لست معیارونه پوره کوي، وکولای شي په رقابتي پروسه کې ګډون وکړي.

یادښتهغه علاقه‌مندان چې د قراردادي (NTA) بستونو لپاره ځانونه کاندیدوي، دې خپل خلص سوانح (CV) د تحصیلي اسنادو او کاري تجربې سره یوځای په حضوري ډول د استخدام آمریت ته، د ودانۍ پنځم پوړ ته وسپاري.

همدارنګه، هغه علاقه‌مندان چې د رتب او معاش د درېیم او څلورم بستونو لپاره غوښتنلیک ورکوي، دې فورمه له همدې ځایه ډاونلوډ کړي او له ډکولو وروسته یې یادې څانګې ته وسپاري.

د لا زیاتو معلوماتو لپاره د ۰۲۰۲۱۰۳۹۹۷ شمېرې سره اړیکه ونیسئ.

سندونه:

د کارموندنې فورمه یوازې د رتب او معاش د درېیم او څلورم بستونو (۱۰ بستونو) لپاره ده

د رتب او معاش سیستم د درېیم او څلورم بستونو د ۱۰ بستونو جدول او د دندو لایحه لینک

د ۱۰ قراردادي بستونو جدول او د هغوی د دندو لایحه لینک

ښاغلی الحاج حافظ محمد امین جان عمري
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت مالي او اداري مرستیال

 

مربوطه دندېنورې دندې

بیرته تګ