د دولتي ادارو د ډیجیټل کولو کمیسیون د کاري ډلې دوهمه ناسته ترسره شوه

naweed_admin
شنبه ۱۴۰۰/۱/۲۸ - ۹:۴۶
دومین جلسه کارگروه کمیسیون دیجیتال‌سازی ادارات دولتی

د حکومتي ادارو د ډیجیټل کولو کمیسیون دوهمه ناسته د همکاریو راجلبولو او پدې برخه کې د بریالیونړیوالو شرکتونو تجربې شریکولو په اړه د هیواد د ولسمشر د فرمان تعقیبولو په منظور جوړه شوه.
په دې ناسته کې د ولسمشرۍ د چارو ادارې د پانګوونې اسانتیا واحد رییس عطاء الله نصیب، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیرې معصومه خاوري، د مرکزي احصائیې رییس احمد جاوید رسولي، د اترا ادارې رییس عمر منصور انصاري، د ملي راډیو او ټلویزیون عمومي رییس اسماعیل میاخیل، د مالیې وزارت استازی، متحده عربي اماراتو کې د افغانستان سفیر جاوید احمد  او په دې برخه کې تجربه لرونکو یو شمیر نړیوالو شرکتونو استازو ګډون درلود.
د ناستې په پیل کې، د چارو ادارې د پانګوونې اسانتیا واحد رئیس ښاغلي عطاء الله نصیب د دولتي ادارو ډیجیټل کولو او په دې برخه د بریالۍ نړیوالې تجربې کارولو په اړه د هیواد د ولسمشر د فرمان او لید په هکله بحث وکړ.

دومین جلسه کارگروه کمیسیون دیجیتال‌سازی ادارات دولتی

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیرې معصومه خاوري او د کمیسیون نورو غړو د ولسمشر پر لارښوونه او د هیواد د موجوده سیستمونو د قوت او په کمزورو برخو خبرې وکړې.
د غونډې په پای کې، پریکړه وشوه چې د کمیسیون غړي دې له هغه شرکتونو سره ویډیو کنفرانس جوړ کړي چې پدې برخه کې تجربه لري  او په هیواد کې د موجوده سیسټمونو اوسني حالت تعریف او له ولسمشر سره یې شریک کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۷:۳۵
Background image

دپروان ولایت سیاه ګرد غوربند ولسوالۍ کې د اتصالات مخابراتي شرکت یوسایټ له ودانیزو چارو څخه څارنه ترسره شوه

د هیواد لېرو او محرومو سیمو ته د مخابراتي او انټرنیټي چوپړتیاو چمتو کولو په موخه د پروان ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست او ګډ تخنیکي ټیم...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۶:۵۷
Background image

کونړ ولایت کې د غیرقانوني پوستي خدماتو د مخنیوي په موخه څارنه تر سره شوه

د دې څارنې په ترڅ کې په یاد ولایت کې هغه شرکتونو چې د پوسټي خدمتونو په برخه کې یې فعالیت کاوه سپارښتنه و شوه تر څو غیر قانوني پوستي...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۳:۵۳
Background image

د معلوماتي ټکنالوژۍ په نندارتون کې د علمي څېړنیزو پریزنټېشنونو د ګډون اعلان (Research Presentations from Academia)

د دې پروګرام موخه د پوهنتونونو، علمي څېړنیزو مرکزونو او د معلوماتي ټکنالوژۍ د صنعت ترمنځ...

بېرته خبرونه ته