د دریو تنو نویو رییسانو د مقررۍ سره د مخابراتو وزارت د تخنیکي ریاستونو لړۍ پوره شوه

naweed_admin
شنبه ۱۴۰۰/۳/۲۲ - ۱۷:۵۷
معرفی سه تن از رییسان جدیدالتقرر

درې تنه نوي رییسان د هیواد جمهوري ریاست عالي مقام د حکم پر بنسټ او د ازادې سیالۍ له بهیر وروسته د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزيرې اغلې معصومه خاوري لخوا نن ورځ په رسمي ډول په هغه غونډه کې، چې د دې وزارت د مختلفو ادارو رییسانو امرینو او نورو کارکوونکو په ګډون جوړه شوې وه معرفي شول.

احمد فواد سایق د (CIO) د معلوماتي سیستمونو ټکنالوجۍ د عمومي رییس په توګه، جاوید حسین فضایلي د مالي اداري عمومي رییس په توګه او جمال ناصر سروری د معلوماتو سیستمونو د امنیت رییس په توګه معرفي شو.

معرفی سه تن از رییسان جدیدالتقرر

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیرې اغلې معصومه خاوري نویو ټاکل شوو رییسانو ته د دوی د نویو مسؤلیتونو له امله د مبارکۍ ویلو پر مهال د مخابراتو وزارت د اصلي دندو او موخو په اړه لنډه وینا او یادونه وکړه چې د متخصصو ژمنو او ځوانو اشخاصو په جذبولو سره کولی شو خپل اصلي اهداف، چې د پروسو ساده کول او د دولت عامه خدمتونه ډیجیټل کول دي تر لاسه کړو

نویو رییسانو هم د جمهوري ریاست او د مخابراتو وزارت مقام د شفافې ازادې سیالۍ او په ځوانانو باندې باور او ملاتړ کولو څخه مننه وکړه او ژمنه یې وکړه چې مونږ به د خپلو تجروبو او موجوده امکاناتو څخه په ګټې اخیستنې په ټول ځواک سره پدې برخه کې د وزارت اړوند چارې او د اهدافو په پلي کولو کې تل لټه کوو.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۲:۵
Background image

لوګر ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او مخابراتي شرکتونو مسئولینو تر منځ د همغږۍ غونډه وشوه

دغې غونډې کې د لوګر ولايت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رئيس محترم مولوي مطیع الله عابد د ولایت په کچه د مخابراتي خدماتو د ښه والي پر اهمیت...

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۱:۱۰
Background image

دایکنډي ولایت په شهرستان ولسوالۍ کې دسلام مخابراتي شبکې یو سایټ فعال او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

دایکنډي ولایت کې د محرومو سیمو د مخابراتي پوښښ په دوام، د یاد ولایت شهرستان ولسوالۍ کې د سلام...

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۰:۹
Background image

خوست ولایت کې د پوستي او کارګو شرکتونو خدمتونو څخه څارنه تر سره شوه

د مخابراتو اومعلوماتي ټکنالوجۍ وزارت دهدایت په اساس خوست ولايت کې د مخابراتو رياست له لوري د پوستي او کارګو خدمتونو څخه...

بېرته خبرونه ته