د ختیځ زون د خلکو شوراګانو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت تخنیکي مرستیال سره وکتل

mcitadmin
پنجشنبه ۱۳۴۸/۱۰/۱۱ - ۵:۳

د روان ۱۳۹۵ کال د تلي د میاشتې په ۴ مه نیټه د ننګرهار، کنړ، لغمان او نورستان ولایتونو د شوراګانو استازو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت تخنیکي مرستیال ښاغلي احمد شاه سادات سره د هغه په دفتر کې وکتل.

په دغه کتنه کې پخواني سناتور ښاغلي عبدالخالق حسیني د نور په استازیتوب خبرې وکړې ، ښاغلي سادات ته د مخابراتو وزارت د تخنیکي مرستیال په توګه د هغه د ټاکنې په مناسبت مبارکي وویله، د چارو په سرته رسولو او هیواد ته د ښه خدمت کولو په لاره کې ورته د بریالیتوب هیله وکړه.

همدا راز هغوی ژمنه وکړه چې د هیواد په ختیخو سیمو کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت سره له نږدې همکاري وکړي او نه پریږدي چې د دغه سکتور خدمتونو ته زیان ورسیږي. همدارنګه هغوي د مخابراتو وزارت له مشرتابه څخه غوښتنه وکړه چې د ختیځو سیمو د مخابراتي سکتور د خدمتونو د لا ښه والي لپاره جدي پاملرنه وکړي.

وروسته ښاغلي احمدشاه سادات ختیځ زون د خلکو استازو ته د ښه راغلاست په ویلو سره د هغوي د ښه نیت او همکاریو څخه خوښي څرکنده کړه او ژمنه یې وکړه چې د هیواد د ختیځو سیمو د مخابراتي خدمتونو د لا ښه کولو په لاره کې هیڅ ډول هڅه نه سپموي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۲:۴۰
Background image

کابل کې د لومړي ځل لپاره په امتحاني ډول ۵جی خدمات پیل شوي

په دغې ناسته کې د افغان بیسیم مخابراتي شرکت رئیس ښاغلي علي الله سروري د خپل شرکت د لاسته راوړنو او فعالیتونو ګزارش...

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۹:۲۵
Background image

بامیان ولایت یکاولنګ ولسوالۍ کې د سټلایټ د ۲ غیرقانوني دستګاوو فعالیت ودرول شو

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د لارښوونې پر بنسټ، د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې (اټرا) د قانون له مخې...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۸:۵۲
Background image

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت مالي او اداري مرستیال د روسیې د پازیټیف ټکنالوژۍ شرکت د ستراتژئ او حکومتي اړیکو له مرستیال رئیس سره لیدنه وکړه

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت مالي او اداري مرستیال ښاغلي الحاج حافظ محمد امین جان عمري د سایبري امنیت او...

بېرته خبرونه ته