د جوزجان په ولایت کې دولتي ادارو د ډیجیټلي سواد د کچې لوړولو لپاره روزنیز پروګرام پیل شو

naweed_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۳/۱۸ - ۱۷:۳۰
برنامه آموزشی در ولایت جوزجان

د ډیجیټلي سواد کچې لوړولو په موخه د جوزجان ولایت د دولتي ادارو د معلوماتي ټکنالوجۍ برخې کارکوونکو ته د آفیس منجمنټ په برخه کې د جوزجان ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رئیس شاهپور بختیار لخوا دا روزنیز پروګرام په رسمي ډول پیل شو.

ښاغلي بختیار د ټکنالوجۍ پراهمیت او د "آفیس منجمنت" روزنیز پروګرام آغیزمنتیا او ګټورتیا په اړه خبرې وکړې ویې ویل: چې دا پروګرام د کمپیوټر او اداري معمولي پروګرامونو په کارولو سره په ورځنیو چارو کې د ستونزو هوارولو لپاره په لاره اچول شوی دی.

همدارنګه ګډونوالو د داسې پروګرامونو د هرکلي ترڅنګ وویل چې د اداري چارو د مدیریت زده کړه د کارکوونکو د مهمو اړتیاوو څخه شمیرل کیږي او د دوي د وړتیاوو او مهارتونو په لوړولو کې ګټورې دي.

ټاکل شوېده چې د ډیجیټلي سواد کچې د لوړولو دا پروګرام د دوو میاشتو په اوږدو کې ګډونوالو ته ترسره شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۰/۳/۳۱ - ۱۱:۲
Background image

د بادغیس د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او د مخابراتي شرکتونو مسؤلینو تر منځ د همغږۍ غونډه وشوه

په دې ناسته کې محمد صادق صمیم د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ د ستراتیژیو د اهدافو په اړه خبرې وکړې او د مخابراتي ‏شرکتونو...

پنجشنبه ۱۴۰۰/۳/۲۷ - ۱۸:۲
Background image

د افغان بیسیم مخابراتی شرکت او ISPs شرکتونو سره د هوکړه ليک لاسليک

د افغانستان د معلوماتو ملي مرکز سره د ۲۴ مخابراتي شبکو د نښلولو په تعقیب سره به شپږ نور شرکتونه هم په دې وروستیو کې...

پنجشنبه ۱۴۰۰/۳/۲۷ - ۱۷:۲۷
Background image

د وزارت د مشرتابه هیأت غونډه وشوه او په مختلفو موضوګانو باندې بحث او لازم تصمیمونه ونیول شول

د دې وزارت د مشرتابه غونډه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیرې معصومه خاوري په حضور او د پلان او پالیسۍ معین ښاغلي احمدمسعود لطیف رای او د وزارت رییسانو او...

بېرته خبرونه ته