د جوزجان په ولایت کې دولتي ادارو د ډیجیټلي سواد د کچې لوړولو لپاره روزنیز پروګرام پیل شو
د ډیجیټلي سواد کچې لوړولو په موخه د جوزجان ولایت د دولتي ادارو د معلوماتي ټکنالوجۍ برخې کارکوونکو ته د آفیس منجمنټ په برخه کې د جوزجان ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رئیس شاهپور بختیار لخوا دا روزنیز پروګرام په رسمي ډول پیل شو.
ښاغلي بختیار د ټکنالوجۍ پراهمیت او د "آفیس منجمنت" روزنیز پروګرام آغیزمنتیا او ګټورتیا په اړه خبرې وکړې ویې ویل: چې دا پروګرام د کمپیوټر او اداري معمولي پروګرامونو په کارولو سره په ورځنیو چارو کې د ستونزو هوارولو لپاره په لاره اچول شوی دی.
همدارنګه ګډونوالو د داسې پروګرامونو د هرکلي ترڅنګ وویل چې د اداري چارو د مدیریت زده کړه د کارکوونکو د مهمو اړتیاوو څخه شمیرل کیږي او د دوي د وړتیاوو او مهارتونو په لوړولو کې ګټورې دي.
ټاکل شوېده چې د ډیجیټلي سواد کچې د لوړولو دا پروګرام د دوو میاشتو په اوږدو کې ګډونوالو ته ترسره شي.