د جمهوري ریاست د چارو اداې د پانګونې د اسانتيا واحد رئيس عطاالله نصیب په مشرۍ د دولتي ادارو د ډیجیټل کولو په اړه د جلالتمآب جمهور رئیس د فرمان د تعقیب په موخه ناسته وشوه

naweed_admin
چهارشنبه ۱۴۰۰/۱/۱۱ - ۱۲:۲۴
دیجیتال سازی ادارات دولتی

په دغه غونډه کې، چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیرې، د مرکزي احصایې، اترا ادارې او ملي راډیو ټلویزیون رییسانو او د مالیې وزارت استازي ګډون درلود، په پېل کې د چارو ادارې د پانګونې د اسانتیا واحد رئيس عطاالله نصیب د دولتي ادارو د ډیجیټل کیدو په اړه د هېواد د جلالتمآب جمهور رئیس فرمان او لیدلوري په اړه هر اړخیزې خبرې وکړې.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیرې معصومه خاوري د دولتي ادارو د ډیجیټل کولو په تړاو د هېواد د جلالتماب جمهور رئیس د فرمان د تعقیب پروسې د هر کلي تر څنګ، دې برخه کې د لازمو همکاریو ژمنه وکړه.

د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې(اترا) رئیس عمر منصور انصاري د هېواد د دولتي ادارو د فعلي بريښنایي سیستمونو په اړه خبرې وکړې، د دولتي ادارو د شته سیستمونو د بیا غور غوښتنې ترڅنګ یې د هېواد د داخلي وړتیاوو د ګټې اخیستلو ټینګار وکړ.

د غونډې پای کې پرېکړه وشوه، چې د دولتي ادارو د ډیجیټل کیدو برخه کې د همکارۍ او همغږۍ په موخه د دې کمیسیون اونیزې ناستې جوړې او په میاشت کې یو ځل د جلالتمآب جمهور رئیس سره د کاري پرمختګونو د شریکولو‌ ناسته ترسره شي.

دیجیتل سازی ادارات دولتی

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۱:۵۸
Background image

د پکتیکا ولایت مرکز او یوشمیرولسوالیو کې د سلام مخابرات شبکې د ۵ سایټونو ظرفیت ۴جي ته لوړ شو

د مخابراتي پوښښ د کیفیت ښه والي او مخابراتي ستونزو ته د رسېدنې په موخه...

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۶:۴۷
Background image

کونړ ولایت شیګل ولسوالۍ کې د سلام مخابراتي شبکې یو سایټ جوړ ګټې او اخیستنې ته وسپارل شو

د مخابراتي خدمتونو د پوښښ د پراختیا او د مشترکینو د ستونزو د حل په موخه...

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۶:۱۰
Background image

د مخابراتو او د ټکنالوجۍ سکټور د پرمختګ لپاره د ټولنې د هر قشر او برخې نظرونه راته مهم دي

ښاغلي وزیر صاحب په دغې ناسته کې شنونکي، ژورنالستان او لیکوالان د ټولنې ترجمانان او د رواني جګړې سرلاري یاد کړل چې هر ډول حالاتو کې...

بېرته خبرونه ته