د ترکمنستان د مخابراتو وزیر سره لیدنه

Author image
Alireza Khaliqyar
سه‌شنبه ۱۳۹۷/۹/۱۳ - ۱۷:۵۵
ملاقات با وزیر مخابرات ترکمنستان

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر محترم شهزاد آريوبي، د باکو کنفرانس او نندارتون په څنډه کې د دوست هېواد جمهوري ترکمنستان د مخابراتو وزیر محترم Bayramgeldi OVEZOV سره ګټوره او رغوونکې لیدنه درلوده.

په دغه لیدنه کې دواړو وزیرانو د افغانستان او ترکمنستان د اړيکو او سيمه ييز اتصال، د انټرنېټ شبکې پیاوړتيا، د سټلايت خدماتو او د دواړو هېوادونو د اړيکو پر پیاوړتيا خبرې وکړې.

ورپسې دواړو خواو هوکړه وکړه چې د دوه اړخيزه همکاريو د تامين او همکاريو د زیاتېدو په موخه دواړه خواوې یو هوکړه لیک هم لاسلیک کړي

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۳۹۷/۱۱/۲۸ - ۱۳:۲۷
Background image

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت هېوادوالو ته د اسانه خدماتو د رسولو او نورو اسانتياو برابرولو په موخه په نږدې راتلونکي کې د پاسپورټ اخیستلو لپاره د انلاين اپلکېشن پرانېسته کوي.

په همدې موخه نن د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر محترم شهزاد آريوبي د چارو ادارې استازو، د کورنيو چارو وزارت د پاسپورټ عمومي رئیس، د سرحدي پولیسو، اسان خدمت ادارې مسؤولینو سره ولیدل. . .

دوشنبه ۱۳۹۷/۱۱/۲۲ - ۱۵:۲۳
Background image

د افغانستان د امنیت د لېږد مشترکې قومندانۍ د مسؤولينو سره لیدنه

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر محترم شهزاد آريوبي نن په خپل کاري دفتر کې د د افغانستان د امنیت د لېږد مشترکې قومندانۍ د ځواکونو د بقا او مخابرې عملياتو د برخې مرستيالې محترمې بريد. . .

سه‌شنبه ۱۳۹۷/۱۱/۱۶ - ۱۵:۵۲
Background image

خوندي انټرنټ په ځانګړي توګه د ماشومانو او ښځو لپاره

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت، د پوهنې وزارت ، د ښځو د چارو وزارت او ټکنیشن شرکت په ګډون د خوندی انټرنټ نړیواله ورځ د یوې غونډې په ترڅ کې ولمانځل.

د خوندي انترنت ورځ د لمانځلو. . .

بېرته خبرونه ته