د بودیجې اغیزمن لګښت او د پراختیایی پروژو حالت د بیاکتني په موخه غونډه وشوه

naweed_admin
دوشنبه ۱۴۰۰/۳/۳ - ۱۷:۱۸
مصرف بودجه ۱۴۰۰

دغه ناسته چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیرې معصومه خاوري په مشرۍ او د پالیسۍ او پروګرامونو مرستیال احمد مسعود لطیف رای او د اړوندو ادارو یو شمیر رئیسانو په ګډون جوړه شوې وه د ۱۴۰۰ مالي کال د پرختیایي بودیجې د لګښت څرنګوالي او د وزارت د پراختیایي پروژو د وضعیت په اړه بحث او د نظر تبادله وشوه.

په دې ناسته کې، معصومه خاوري ټولو رئیسانو ته لارښوونه وکړه چې په مرکز او ولایتونو کې د پراختیايي پروژو د پلي کولو پروسه ګړندۍ کړي او څرګنده یې کړه چې د پروژو په پلي کولو کې ځنډ د منلو ندی.

مصرف موثر بودجه

همدارنګه په دې ناسته کې د وزارت د تدارکاتو په پروسه کې یو شمیر ستونزو ته هم اشاره وشوه او لارښوونه وشوه ترڅو رییسان او د پروژو مدیران دې د خنډونو لرې کولو او د پراختیایی پروژو په وخت پلي کیدو کې لا ډیرې هڅې وکړي.

د ۱۴۰۰ مالي کال لپاره د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت ټوله پراختیایی بودیجه شا وخوا ۶۲۳ ملیونه افغانۍ ده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۰/۴/۳ - ۱۶:۳۳
Background image

په اوونیزه اختصاصي غونډه کې د وزارت د بودیجې لګښت او پراختیایي پروژو وضعیت وارزول شو

د بودبجې د لګښت په اړه اوونیزه غونډه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیرې معصومه خاوري په مشرۍ او د پروژو اړوند مسؤلینو...

چهارشنبه ۱۴۰۰/۴/۲ - ۱۸:۲۶
Background image

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت کارکوونکو لپاره د کرونا ضد واکسین د پلي کیدو دویم پړاو

د کرونا ضد واکسین دویم پړاو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ کارکوونکو د روغتیا ساتنې په هدف د عامې روغتیا وزارت د صحي ټیم لخوا...

چهارشنبه ۱۴۰۰/۴/۲ - ۱۳:۵۶
Background image

د غزني ولایت د مخابراتو ریاست د پُستي دولتي او شخصي شرکتونو له مسؤلینو سره د پیژندګلوۍ او همغږۍ ناسته

دا غونډه د غزني ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رئیس میرحسین طنین په حضور، د افغان پُست شرکت لوی مدیر، د ایرو پارسل پُستي...

بېرته خبرونه ته