د بلخ ولایت بلخ ولسوالۍ کې د یوه مخابراتي سایټ له رغنیزو چارو څارنه ترسره شوه

naweed_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۵ - ۱۴:۴۹
بلخ ولایت

د بلخ ولایت بلخ ولسوالۍ ډنډوکي کلي کې د افغان ټلیکام مخابراتي شرکت د سلام شبکې یو مخابراتي سایټ چې د یادې سیمې د مخابراتي ستونزو د حل په موخه د اترا ادارې لسمې پروژه کې پلان شوی و رغنیزې چارې روانې دي.

یاد مخابراتي سایټ چې اوس مهال یې رغنیزې چارې کابو بشپړېدو ته نیږدې شوي د بلخ ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او اترا دارې استازي له لوري یې له رغنیزې چارو څارنه ترسره شوه او اړونده شرکت ته پر وخت د مخابراتي سایټ د بشپړولو او همداراز د قرارداد مطابق معیار په پام کې نیولو سپارښتنه وشوه.

د یادونې وړ ده د یاد مخابراتي سایټ په فعالېدو سره به د بلخ ولایت ډنډوکي سیمې ډیری برخې له مخابراتي آسانتیاو برخمنې او د سیمې اوسېدونکو ته به انټرنټي او مکالماتي آسانتیاوې برابرې کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۷:۱۴
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۴:۵۷
Background image

بامیانو ولایت کې د سلام مخابرتي شبکې ۳ سایټونو له ودانیزو چارو څخه څارنه ترسره شوه

د دې څارنې په ترڅ کې قراردادی شرکت ته سپارښتنه وشوه چې یاد مخابراتي سایټونه د قرارداد د شرایطو سره سم...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۳:۴۸
Background image

کندوز ولایت کې د روشن مخابراتي شرکت یو سایټ جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د مخابراتي خدمتونو د پوښښ د پراختیا او د هیوادوالو د مخابراتي ستونزو د حل په موخه د کندوز ولایت د چقرقشلاق په سیمه کې...

بېرته خبرونه ته