د بغلان ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست د کمپیوټر ښوونیز مرکز څخه ۷۷ کسان فارغ شول

naweed_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۲۹ - ۱۵:۴۰
مخابرات ولایت بغلان

بغلان ولایت کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست د کمپیوټر ښوونیز مرکز له یویشتمې دورې څخه ۷۷ کسان فارغ شول، دیادو زده کوونکوو په ډله کې ۱۲ تنه دولتي کارکوونکي، ۱۰ تنه د ښونځیو زدکوونکي او ۵۸ تنه محصلین شامل دي چې د مجربو ښوونکو له لوري د ټکنالوجۍ او کمپیوټر په برخه کې شپږمیاشتینۍ زده کړې ورکړل شوي چې پر مټ به یې وکولای شي تر ډېره بریده د ټکنالوجۍ او کمپیوټر په برخه کې خپلې ستونزې حل کړي.

په همدې مناسبت جوړه شوې غونډه کې د بغلان ولایت والي محترم عبدالرحمن حقاني ، دمخابراتواو معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د داخلي پلټنې رييس مولؤي محمد طارق فاروقي، د معلوماتي ټکنالوجۍ د څیړنې او پراختیا رئیس محترم الطاف احمد علمیار او یو شمېر مخورو، قومي مشرانو او د بیلابیلو حکومتي ادارو مسؤلینو هم ګډون کړی و او په ګډه یې د بغلان ولایت د مخابراتو او معلوماتي ریاست له هلو ځلو مننه وکړه چې د وخت مطابق یې د دې ولایت ځوانانو ته د ټکنالوجۍ د زده کړې آسانتیاوې برابرې کړي.

په یاده غونډه کې د بغلان ولایت والي محترم عبدالرحمن حقاني پخپلو خبرو کې د ټکنالوژۍ او عصري علومو پر ارزښت ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې اسلامي امارت تل د علم او ټکنالوژۍ د ودې ملاتړ کړی او دا بهیر به په راتلونکي کې هم دوام لري. هغه د فارغو شویو محصلینو بریا ته مبارکي وویله او هغوی ته یې د خپلو لاسته راوړنو په لور د لا زیاتو هڅو توصیه وکړه. نوموړي همدارنګه ژمنه وکړه چې اسلامي امارت به په دې برخه کې لا زیات فرصتونه او امکانات برابروي ترڅو ځوان نسل په معاصر علم سمبال شي.

والی ولایت بغلان

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د اوسني عصر اړتیا او د ټکنالوجۍ ارزښت ته په کتو د هېواد په ټولو ولایتونو کې د کمپیوټر د زده کړې علمي مرکزونه جوړ کړي چې د مجربو ښوونکو له لوري هېوادوالو ته پکې په علمي او عملي ډول تدریس کېږي.

دیادونی وړده چې د دغې غونډې په پای که د یادې دورې ټولو فارغ شویو فارغانوته د بغلان ولایت د مخابراتواو معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست له لوري تصدیق لیکونه هم ورکړل شول.

توزیع تصدیق نامه مراکز آموزشی کمپیوتر ولایت بغلان

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۱۲:۵۷
Background image

ننګرهار ولایت مرکز جلال آباد ښار کې د یو شمیر مخابراتي شرکتونو د پیرېدونکو خدمتونو له استازولیو څخه څارنه ترسره شؤه

دپیرودونکو خدمتونو استازولیوڅخه د سیم‌کارتونو د ویش، ثبت او راجستریشن او پیرودونکوته...

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۱۲:۳۰
Background image
چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۱۶:۱۶
Background image

د خوست ولایت په نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې د یوه مخابراتي سایټ د جوړولو لپاره سروې ترسره شوه

د هیواد لرو پرتو سیمو ته د مخابراتي او انټرنیټي آسانتیاو برابرولو په موخه دخوست ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او...

بېرته خبرونه ته