د بریښنایي تدارکاتو په اړه د خبرو اترو دوهم پروګرام او پرانیستي افغانستان کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیرې ګډون او وینا

naweed_admin
یکشنبه ۱۴۰۰/۱/۲۲ - ۹:۱۲
اشتراک و سخنرانی وزیر مخابرات

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیرې معصومې خاوري د افغانستان په ډیجیټل جوړونه کې د بریښنایي تدارکاتو ریفورم تر عنوان لاندې د تدارکاتو په اړه د خبرو اترو په دوهم پروګرام کې چې د ملي تدارکاتو ادارې لخوا جوړ شوی و ګدون او وینا وکړه.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیرې معصومې خاوري په دې برنامه کې په خپلو خبرو کې وویل: چې بریښنایي تدارکات د ډیجیټل افغانستان په لور د هڅو او اقداماتو یوه برخه ده. هغې یادونه وکړه چې معلوماتي او مخابراتي ټکنالوجي د بریښنایي دولت د اصلي چوکاټ بنسټ دی چې هیوادوالو ته غوره عامه خدمتونه او لا ډیرې آسانتیاوې رامنځته کوي.

سخنرانی وزیر مخابرات

آغلې خاوري زیاته کړه: نن ورځ، د ډیجیټل کولو له لارې ټکنالوجي په پراخه کچه د معیاري او همغږي کولو لپاره کارول کیږي، چې دا به په خپل وار سره د عامه تدارکاتو بهیر ګړندی کړي او د روڼتیا، آغیزمنتیا او مثمریت سبب کیږي. اغلې خاوري ژمنه وکړه چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت به پدې برخه کې همکاري وکړي.

د خبرو په بله برخه کې، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیرې د بریښنایی راکړې ورکړې او لاسلیکونو قانون رول ته اشاره وکړه او ټینګار یې وکړ چې دا قانون د بریښنایی تدارکاتو په ګړندي کولو کې پریکنده رول لري او د هیواد د بریښنایي تدارکاتو چارې به ګړندۍ او بشپړې کړي.

په دغه پروګرام کې، د ملي تدارکاتو رئیس ښاغلي الهام عمر هوتکي هم خبرې وکړې او یادونه یې وکړه چې د پرانیستي بریښنایی تدارکاتو سیستم رامینځته کول، چې د افغان کارپوهانو په نوښت جوړ شوی و، یوه خورا مهمه لاسته راوړنه ده.

الهام عمرهوتکی

پدې پروګرام کې د ملي احصایې او معلوماتو ادارې رئیس ښاغلي احمد جاوید رسولي، د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې رئیس ښاغلي عمر منصور انصاري، معلوماتو ته د لاسرسي کمیسیون کمیشنر ښاغلي حمدالله ارباب، د نړیوال بانک استازي، د روڼتیا څار او د دولتي ادارو د تدارکاتي برخو استازو هم برخه اخیستې وه او ویناوې یې ورکړې.

احمد جاوید رسولی

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۵ - ۱۶:۲۳
Background image

د پکتیا ولایت مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست کې ۱۵۰ تنه زده کوونکي د کمپیوټر په زده کړه بوخت دي

د پکتیا ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست کې د ټکنالوجۍ د زده کړې او همدا راز د کمپیوټر یو شمېر مهمو پروګرامونو...

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۱ - ۱۵:۲
Background image

سمنګانو ولایت کې د سلام مخابراتي شبکې د ۶ مخابراتى سایټونو ظرفیت لوړ شو

د یاد ولایت د ایبکو ښار مرکز میرکلال غونډۍ، حضرت سلطان ولسوالۍ مرکز او غزنیګګ کلي، د خرم سارباغ ولسوالۍ قره دونګ کلي، دره صوف ولسوالۍ په زیري او د خلم ولسوالۍ په...

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۱ - ۱۴:۱
Background image

لوګر ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست، انټرنټي شرکتونو ،او غږیزو رسنیو مسئولینو تر منځ د همغږۍ غونډه وشوه

نوموړي پۀ خپلو خبرو کې د انټرنېټي خدمتونو د وړاندې کؤلو پۀ پار د فريکونسي جوازليکونو د ترلاسه کولو...

بېرته خبرونه ته