د اکسپو پستي خدمتونو شرکت ته د چټک پستي خدمتونو جواز ورکړل شو

mcitadmin
پنجشنبه ۱۳۴۸/۱۰/۱۱ - ۵:۳

په هغه مطبوعاتي کنفرانس کې چې د روان ۱۳۹۳ کال د ثور میاشتې په ۳۱ مه نیټه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د کنفرانسونو په تالار کې جوړ شوی وو اکسپو پستي خدمتونو شرکت ته د پستي خدمتونو د وړاندې کولو جواز ورکړل شو.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت IT مرستیال ښاغلي ایمل مرجان چې په یاد کنفرانس کې ګډون کړی و اکسپو پستي خدمتونو شرکت ته د پستي خدمتونو جواز د صادریدو له امله خوښي څرګنده کړه او ویې ویل: د خوښۍ ځای دی چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت په هیواد کې د پستي خدمتونو د لا ودې او پراختیا په لور یو بل ګام اخلي هغه همدا راز د پستي خدمتونو رول باارزښته وباله او ویې ویل: پستي خدمتونه د ژوند په ټولو چارو په ځانګړي توګه په commerce, e - shopping e - او نورو برخو کې بنسټیز رول لوبوي

.

ښاغلي مرجان د پستي خدمتونو په برخه کې  د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د لاسته راوړنو په اړه معلومات ورکړل او زیاته کړه چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت ، د پست نړیوالې اتحادیې د معیارونو مطابق پستي خدمتونه وړاندې کړي.

ورپسې د پستي خدمتونو د تنظیم ادارې (اپرا) رییس ښاغلي میر عبدالرحمن صدري د چټک پستي خدمتونو او اکسپو شرکت په اړه یې لنډ معلومات ورکړل، نوموړۍ زیاته کړه: د  فیدیکس نړیوال پستي خدمتونو شرکت چې د افغان اکسپرس پستي خدمتونو شرکت په مرسته د مخکیني قرارداد له مخې په هیواد کې د پستی خدمتونو چارې تر سره کولې د روان ۲۰۱۴ میلادی کال د اپریل له ۹ مې نیټې د قرارداد موده ختمه شویده لدې وروسته دغه شرکت د اکسپو چټک پستې خدمتونو شرکت له لیارې خپل فعالیتونو ته دوام ورکوي.

همدا راز د یاد شرکت رییس په افغانستان کې د نوي او عصري پستي خدمتونو د وړاندې کولو ژمنه وکړه او په ټول هیواد کې د پستي چټک خدمتونو وړاندې کولو لپاره یې تیارۍ څرګند کړ.

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۲:۴۰
Background image

کابل کې د لومړي ځل لپاره په امتحاني ډول ۵جی خدمات پیل شوي

په دغې ناسته کې د افغان بیسیم مخابراتي شرکت رئیس ښاغلي علي الله سروري د خپل شرکت د لاسته راوړنو او فعالیتونو ګزارش...

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۹:۲۵
Background image

بامیان ولایت یکاولنګ ولسوالۍ کې د سټلایټ د ۲ غیرقانوني دستګاوو فعالیت ودرول شو

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د لارښوونې پر بنسټ، د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې (اټرا) د قانون له مخې...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۸:۵۲
Background image

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت مالي او اداري مرستیال د روسیې د پازیټیف ټکنالوژۍ شرکت د ستراتژئ او حکومتي اړیکو له مرستیال رئیس سره لیدنه وکړه

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت مالي او اداري مرستیال ښاغلي الحاج حافظ محمد امین جان عمري د سایبري امنیت او...

بېرته خبرونه ته