د امریکا د نړیوالې پرمختیایې ادارې عمومي مشر د مبایل له لارې د پیسو د لیږد د سیستم پراختیا تائید او تشویق کړه

mcitadmin
پنجشنبه ۱۳۴۸/۱۰/۱۱ - ۵:۳

 په هغه غونډه کې چې  په همدی اړدوند د حکومت د رسنیو په مرکز که د مبایل له  لاري د پیسو لیږد په موخه جوړه شوي وه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ سرپرست وزیر ښاغلی امیرزی سنګین،  د معارف وزیر ښاغلی فاروق وردګ، د امریکا د نړیوالی پرمختیایې ادارې (USAID) مشرښاغلی ډاکتر راجیف شاه او دمخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رهبری هیئت گډون کړی ؤ.

د کنفرانس په پیل کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ سرپرست وزیر ښاغلي انجنیر امیرزی سنګین د مبایل له لاري د پيسو د لیږد په اړه په مفصله توګه وینا وکړه.

وروسته بیا د امریکا د نړیوالي پرمختیایي ادارېUSAID  عمومی مشر ډاکتر راجیف شاه په افغانستان کي دمبایل دشبکو له لارې دپیسو د لیږد دپراختیا څخه د ملاتړ په موخه وینا وکړه :نوموړې د USAID له خوا داتصالات،MTN  او دروشن د ام-پیسه له څانګي سره  د ۲،۱ میلیونه  امریکایې ډالرو مرستې د منظوری اعلان وکړ، چې په نتیجه کې به داتصالاتو مخابراتی شرکت، دافغانستان بریښناله شرکت سره همکاری ولري تر څو پیرودونکې دمبایل له لاري خپل دبریښنا بیلونه اداء  کړی . د MTN مخابراتي شرکت به دپوهنی وزارت سره همکار وي تر څو په کلیوالواو لیري پرتو سیمو کي ښوونکوته په پوره اندازه  تنخوا په لنډ وخت کې ورسيږي. د روشن د ام-پیسه څانګه به د کوچنیو پورونو له بنسټونو سره همکاری ولري تر څو د کوچنیو پورونو ادا‌ء کول اسانه شي چي په نتیجه کې به دښځینه ؤ سوداګرو  په تجارتی معاملاتو باندي مثبت تاثیرات ولري.

په ذکرشوي  پروګرام کي ډاکتر راجیف شاه وویل:  " په افغانستان کي ډیری محرمو خلکو ته د مصؤنو او مناسبو مالي خدمتونو برابرول او په مالی سیستم کي د شفافیت منځته راوړل داقتصادی ودي لپاره  اساس ګڼل کیږي.همدارنګه د USAID عمومي مشر دیوي نوې مسابقي اعلان وکړ چې دهغي له لاري به دپوهنتونونو هغو محصلینو ته جایزی ورکول کیږي چي د کرنیزو او حکومتی خدمتونود برابرولو ، دښځو دپیاوړتیا ، او دکوچنیو سوداګریو دپرمختیا په برخه کي دمبایل له لاري دپیسو دلیږدڅخه ډیره ښه ګټه واخلی."

په ټول هیواد کې  د پنځو فیصدو څخه کم افغانان بانکي حسابونه لري خو د ۶۳ فیصدو څخه زیات افغانان (۱۶،۸ میلیونه) مبایل ټیلفونونه استعمالوي نو بنا‌ء پردي د مبایل له لاري د پیسو د ليږد لړۍ ډیره اړینه ښکاري. اوس مهال په افغانستان کې د روشن ام- پیسه څانگي  پرمټ  د ۵۰۰ څخه زیات افغان ملی پولیس او دولسوالیو ۸۰۰ مشاورین خپلي تنخواګاني دمبایل له لاري تر لاسه کوي چي داپه خپله له دولت سره مرسته کوي ترڅوحکومتي خدمتونه په ډادمنه توګه د افغانستان لیريپرتو ولسوالیو ته ورسیږی.

پدی محفل کي دامریکي د سفیر مرستیال ښاغلي ریچرد اولسن وویل دخلکو لخوا د مبایل له لاري د پیسو دلیږد څخه  د استفادې له کبله په دغه خدماتي څانګه د افغانستان لپاره دیوي معتبري مالي زیربنا به توګه وده وکړي

دمبایل له لاري دپیسو دلیږد سره د مرستي ۵ میلیونه ډالره بودجه د  USAIDد  FAIDA(دافغانستان د پرمختیا په برخه کي دپانګه اچوني لپاره دمالي لاسرسۍ ) دپرو‌ژې له لارې اداره کیږي.

 

 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۹/۴ - ۱۵:۸
Background image

د لوګر ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رئیس په محمد اغې ولسوالۍ کې له مخابراتي خدمتونو بې برخې سیمو څخه لیدنه وکړه

مخابراتي او انټرنیټي اسانتیاوو ته د نه لاسرسي له امله د لوګر ولایت د محمداغې ولسوالۍ د برګ کلي د خلکو د پرله پسې شکایتونو غوښتنو پر بنسټ...

یکشنبه ۱۴۰۳/۹/۴ - ۱۴:۴۰
Background image

د کاپیسا ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست د کمپیوټر ښوونیز مرکز د ټکنالوجۍ په نویو وسایلوسمبال شو

په هغه مراسمو کې چې په همدې موخه د کاپیسا ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ په ریاست کې جوړ شوي...

یکشنبه ۱۴۰۳/۹/۴ - ۱۴:۲۹
Background image

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د داخلي پلټنې رئیس د پروان ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ له ریاست څخه لیدنه وکړه

د پروان ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست له رئیس او کارکوونکو سره وکتل او...

بېرته خبرونه ته