د افغان ټېلېکام مخابراتي شرکت د کار روزنې(internship) پروګرام څخه د ۴۲ تنو فراغت

Author image
Alireza Khaliqyar
چهارشنبه ۱۳۹۷/۸/۲۳ - ۸:۵۰
46217917_1979273315703219_811857400012210176_n

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر محترم شهزاد آريوبي نن په یوځانګړي محفل کې د افغان ټېلېکام مخابراتي شرکت له خوا د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ د رشتو څخه ۴۲ تنه فارغو شويو ښځينه او نارینه ځوانانو د کار روزنې (internship) د پای په مراسمو کې برخه واخیسته.
ياد محصلين، د کار روزنې (internship) په دوه مياشتينۍ روزنيزه دوره کې د مخابراتو، GSM، نوري فايبر او کمپيوټر په برخه کې روزل شوي وو، چې 
د افغان ټېلېکام شرکت د مسؤولينو له خوا يې د فراغت تصديق پاڼو تر لاسه کولو تر څنګ غوره محصلينو ته په راتلونکي کې د کاري زمينې د برابرولو ژمنې هم وکړې
يقينا ټکنالوجي د ننۍ دنيا د پرمختګ او تحول اساس بلل کېږي
محترم اريوبي وویل چې له افغان ځوانانو يې هیله داده چې د انسانانو په ژوند کې د معلوماتي ټکنالوجۍ ارزښت ته په کتو سره، خپلو لوړو زده کړو، په ځانګړې توګه د ټکنالوجۍ په برخه کې زده کړو ته دوام ورکړي، د پرمختللو هېوادونو له تجربو ګټه واخلي او د ګران هېواد افغانستان د ترقۍ او پرمختګ په برخه کې خپل مسؤوليت تر سره کړي

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۲:۴۰
Background image

کابل کې د لومړي ځل لپاره په امتحاني ډول ۵جی خدمات پیل شوي

په دغې ناسته کې د افغان بیسیم مخابراتي شرکت رئیس ښاغلي علي الله سروري د خپل شرکت د لاسته راوړنو او فعالیتونو ګزارش...

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۹:۲۵
Background image

بامیان ولایت یکاولنګ ولسوالۍ کې د سټلایټ د ۲ غیرقانوني دستګاوو فعالیت ودرول شو

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د لارښوونې پر بنسټ، د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې (اټرا) د قانون له مخې...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۸:۵۲
Background image

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت مالي او اداري مرستیال د روسیې د پازیټیف ټکنالوژۍ شرکت د ستراتژئ او حکومتي اړیکو له مرستیال رئیس سره لیدنه وکړه

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت مالي او اداري مرستیال ښاغلي الحاج حافظ محمد امین جان عمري د سایبري امنیت او...

بېرته خبرونه ته